د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو نسبي نتایج اعلان شول


د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر ډاکټر داؤد نجفی وایی چی د تیری هقتی د جمهوری ریاست په انتخابا تو کی حامد کرزی له ډاکټر عبدالله عبدالله نه لږ څه مخکی دی .

د انتخاباتو کمسیون وایی چی حامد کرزی څلویښت ا عشاریه شپږ فیصده یعنی دوه لکه دولس زره نهه سوه اوه ویشت رایی گټلی او ډاکټر عبدالله اته دیرش عشاریه اوه فیصده رایی وړی دی چی دوه لکه او دوه زره او اته سوه ٨٩ رایی کیږی . دا د لس یصده رایورکونکو شمیر ښئی.

د انتخاباتو د کمسیون ویاند نور محمد نور ویلی چی دغه ارقام یوه کاندید ته هم بری نه ورکوي.

د انتخابتو کمسیون وایی چی له دی ورسته به دهر ولایت رایی اعلانیږی. ویل شوی چی وروستۍ نتیجه به د سیپتمبر په دریمه اعلان شی.

XS
SM
MD
LG