د لاس رسي وړ اتصالات

مایکل جکسن د بې هوښئ درملو وژلی


طبي تحقیق کوونکي وايي چې د پاپ موسیقۍ تکړه سندرغاړی مایکل جکسن د بې هوښئ د قوي درملو د خوړلو له امله مړ شوی و.

مایکل جکسن دوه میاشتې مخکې د امریکا د لاس انجلس په ښار کې په خپل اپارتمان کې مړ پیدا شو.

د محکمې هغه اسناد چې نن د ټکساس د هیوسټن په ښار کې وښودل شول، وايي چې د لاس انجلس عدلي طب د تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه کړې ده چې مایکل جکسن د بې هوشئ د قوي دوا د استعمالولو له امله مړ شوی دی.

ډاکتر کنراډ موري وايي، جکسن د بې خوبئ تکلیف درلود او د یې درملنه کوله.

دغه ډاکتر وايي، د مایکل جکسن د ژوند په وروستۍ ورځ یې هم هغه ته د خوب دوا ورکړې وه.

د امریکا د مخدره موادو ریاست وايي، د بې هوښئ د هغو درملو ریکارډ ورسره نشته چې ډاکتر مورې اخیستي وي.

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس لیکلي چې د مایکل جکسن مرگ قتل گڼل شوی او که دا ثابته شي نو دا به د ډاکتر مورې په خلاف د جنایي دوسیې باعث شي.

‏آژانس وايي، دغه خبره ورته یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط کړې ده. مایکل جکسن د مرگ پر وخت ٥٠ کلن و.

XS
SM
MD
LG