د لاس رسي وړ اتصالات

ذاخیلوال: کرزي انتخابات گټلي دي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې په راتلونکو لس ورځو کې به د جمهوري ریاست د انتخاباتو بشپړه نتیجه اعلان کړې. خو په عین حال د حامد کرزي د حکومت د مالیې وزیر عمر ذاخیلوال ویلي دي چې جمهور رئیس حامد کرزي اته شپیته فیصده رایې وړي دي او انتخابات یې گټلي دي. خو د عبدالله عبدالله کمپاین دا ادعاگانې رد کړې دي.

په داسي حال کې چې اټکل کیږي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به جمهور رئیس حامد کرزی دومره رایې یوسي چې په لومړی دور کې به په خپله څوکی د پاتي کیدو جوگه شي، عبدالله هبدالله په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو چغې وهي.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د حامد کرزي په حکومت باندې د پراخو او منظمو درغلیو تور لگوي او داسي ښکاري چې هغه به د رایو نتیجه ونه مني.

عبدالله: " د انتخاباتو د کمیسیون رئیس د اوسني جمهور رئیس لپاره کار کوي، هغه د کمیسیون د مشر پر ځای، په واضحه توگه ددې کمیسیون اعلی قومندان ښکاري. د انتخاباتو د مستقل کمیسیون په رئیس باندې باور نلرو".

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي تر اوسه یې ٢٢٥ شکایتونه ترلاسه کړې دي چې په دې یوازي ٣٥ داسي شکایتونه دي چې د انتخاباتو په پایلو باندې اغیز کولی شي. د خپلواک کمیسیون مرستیال رئیس زکریا بارکزی وایي

بارکزی: " د انتخاباتو د شکایاتونو د اوریدو کمیسیون اعلان کړی چې تر اوسه یې دوه پنځویشت شکایتونه ترلاسه کړې دي او په هغو کې یوازي پنځه دیرش شکایتونه دا شواهد لري چې د انتخاباتو په نتیجه باندې اغیز کولی شي. خو زه فکر کوم چې پنځه دیرش شکایتونه داسي نه دي چې په څلور دیرش ولایتونو کې د رایو په شپږ زره دری سوه مرکزونو باندې اغیز وکړې. زه فکر نکوم چې په پایلو به کوم تاثیر وکړې".

نړیواله ټولنه چې د کرزي د حکومت په دوران کې یې افغانستان ته څو میلیارده ډالر او لسگونه زره عسکر رالیږلي دي، د انتخاباتو په پروسه کې د کمیسیون د پریکړو درناوی کوي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د جمهور رئیس اوباما خاص استازی هم د کمیسیون د ملاتړ خبره کوي. هغه په مزارشریف کې د امریکایي ځواکونو قومندانی ته د سفر په مهال راپورترانو ته وویل

هولبروک: "په ازادو انتخاباتو کې وروستی پریکړه د رسمي شمیرنې په اساس کیږي. په همدې اساس د امریکا او د ناټو د هغو ټولو متحدو هیوادونو چې د افغانستان سره د مرستې لپاره په دې هیواد کې میشت دي، نظر یو دی. موږ ټول به د انتخاباتو د خپلواککمیسیون د پریکړې درناوی وکړو.

همدا شان د ملگرو ملتونو استازي کای ایډې د ټولو کاندیدانو او رای ورکوونکو څخه وغوښتل چې د انتخاباتو د کمیسیون لخوا د رسمي اعلان او د شکایتونو دکمیسیون تر څیړنو پورې صبر وکړې.

کای ایډې: " زه د کاندیدانو او کمپاین کوونکو، او د رای ورړوونکو څخه غواړم چې د صبر او زغم څخه کار اخلي او پریږدي چې د شکایتونو کمیسیون خپل کار وکړې. دا کار د انتخاباتو ټولې پروسې ته د مشروعیت ورکولو لپاره ډیر ضرور دی".

خو په افغانستان کې د امریکا تشویش د انتخاباتو د پایلو ډیر لوړ زیات دی. د افغانستان د جگړې سره د امرکیا د ولس د ملاتړ د کمیدو سربیره، کیدای شي چې د امریکایي ځواکونو قومندان ډیر ژر د جمهور رئیس څخه وغواړي چې افغانستان ته نور ځواکونه هم ولیږي.

XS
SM
MD
LG