د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا خپل راکټ مدار ته ونشوه رسولای


جنوبی کوریا نن د سه شنبی په ورځ فضاته یو راکټ توغولی دی خوهغه مصنوعی سپوږمی چی دغه راکټ باید انتقال کړی وای هغه یی خپل مدار ته ونه رسولی شوای.

دتعلیم او تربیی ، ساینس او ټکنولوژۍ وزیر آن بیونگ من خبریالانو ته وویل چی د جنوبی کوریا او روسیی ساینس پوهان په دغه ستونزه باندی غو رکوی. خو هغوی ندی ویلی چی دا ستونزه به اصلاح کړلی شی او که نه.

د جنوبی کوریا د دغی فضایی سپوږمی جوړونه او انکشاف د دروسیی د ساینسپوهانو په مرسته سرته رسیدلی و او څو ځلی ځنډیدلی و. د سه شنبی په ورځ چی دنارو له فضایی مرکز نه چی په سیول کی دی د اول ځل لپاره جنوبی کوریا دغه راکټ له خپلی خاوری نه فضا ته توغولی دی.

د جنوبی کوریا له پایتخت سیول نه تردی پخوا نور راکټونه فضاته توغول شویدی.

انجنیرنو پرون فضا ته ددغه راکټ دتوغولو وخت اعلان کړ خواته دقیقی وروسته دامعلومه شوه چی په پروگرام کی ستونزه موجوده ده.

XS
SM
MD
LG