د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې ١۴ مړي پیدا شویدی


د پاکستان د سوات په ناوه کی چارواکی وایی چی د مشکوکو افراطیانو ١۴ مړي یی په داسی حال کی پیدا کړیدی چی په دغه سیمه کی په یوه ځای کی ددوشنبی په ورځ غورځول شوی وو.

ددغو مړیو پیدا کیدل نن د سه شنبی په ورځ هغه اندیښنی را پیدا کوی چی امنیتی قواوی بی له کومی محاکمی نه وژنی کوی.

ددی میاشتی په سر کی هم چارواکیو ١٨مړی پیدا کړی وو. گومان کیده چی دا مړي به د مشکوکو طالبانو وی چی د سوات ناوی په مختلفو ځایونو کی پیدا شویدی.

په یوشمیر رپوټونو کی ویل شویدی چی هغه افراطیان چی مړی یی په دی میاشت کی پیدا شویدی، هغه دامنیتی قواو له خوانه وژل شویدی اویا د ځایی خلکو له خوانه د بدل اخیستلو په توگه وژل شویدی.

خو یو شمیر نور رپوټونه بیا وایی چی دا جنگیالی د بلی رقیبی افراطی ډلی په واسطه وژل شویدی.

د پاکستان پوځ دسوات په دره کی چی په صوبه سرحد کی پرته ده او په شاوخواسیموکی داپریل میاشتی په اخرو کی تهاجمی عملیات پیل کړل. دا کار وروسته له هغه نه وشو چی افراطی طالبانو د سولی له تړون نه سرغړونه کړی وه او اسلام اباد په لوری پرمخ روان وو.

پوځ وایی چی دوی زیاتره طالبان د سوات له دری نه ایستلی دی خو ځای ځای او مقاومت لا اوس هم شته دی.

په دغو تهاجمی عملیاتو د سوات له ناوی او شاو خواسیمو نه تقریبا دوه ملیونه کسان بی ځایه شول.

په پاکستان کی په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک هغه رپوټونه رد کړل چی پاکستانی طالبانو بل نوی مشر ټاکلی دی.

رحمن ملک د سه شنبی په ورځ وویل چی د طالبانو غټ اومعتبر مشران په دی کی سره جوړی ته ندی رسیدلی چی نوی مشر وټاکی او داخلی جگړی پکی پیل شویدی. دهمدغو داخلی جگړو له امله دغه ډله بی نظمه شویده.

د پاکستان دکورنیو چار و دوزیر رحمن ملک ځواب دطالبانو د یوه قوماندان دهغه اعلان په ځواب کی دی چی ویل یی د پاکستان دطالبانو تحریک د شنبی په ورځ ٢٨ کلن حکیم الله مسود دخپل نوی مشر په توگه ټاکلی دی.

داخبره د طالبانو قوماندان مولوی فقیر محمد کړی وه او ویلی یی ووچی د طالبانو شوری ددی لپاره نوی مشر وټاکه چی بیت الله مسود ډیر ناروغ دی او خپل وظایف سرته نشی رسولی. خو د پاکستان او امریکا چارواکی په دی عقیده دی چی بیت الله مسود داگست دمیاشتی په پنځمه باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG