د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د چاودنې د مړو شمیر ۴٣ ته ورسید


په کندهار کې د تیرې ورځې د زورورې چاودنې وروسته چې له څلویښتو زیات کسان پکې ووژل شول، د چاودنې په ځای کې د ژغورنې د عملې لټون روانه و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د موټر بم په دغې چاودنې کې لږ تر لږه ٦٥ تنه زخمي شوي او ۴٣ تنه پکې وژل شوي دي. په دغې چاودنې کې د سپوږمۍ په نامه یو هوټل او ١٢ کورونه تباه شوي دي.

د سره صلیب نړیواله خیریه موسسه وايي چې په پیښه کې د عبدالودود په نامه د دوی یو مامور هم وژل شوی دی.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزي امریکا غږ ته وویل چې د پیښې له ځای نه تر نیم کیلو متر لرې هم د کورونو دروازې او کړکۍ ماتې شوي دي.

چاودنه د لمر لوېدو وروسته په داسې حال کې وشوه چې خلکو روژه ماتوله. چارواکي او عیني شاهدان وايي، له چاودنې مخکې، پر ځینو سرکونو باندې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

جمهور رئیس کرزي دغه حمله غندلې ده.

طالبانو ددغې حملې مسئولیت نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو د ادارې یا یوناما رئیس کا آیډه وویل چې په پیښه کې د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کول ښيي چې ددغې حملې تنظیموونکي بې ثبات شوي دي.

د کندهار ځايي چارواکیو امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د ملی امنیت د هغه دفتر خوا ته شوې ده. په همدغه ځای کې یو ریستوران او د جاپان د سرک جوړونې یو شرکت موقعیت لري.

په همدغه ځای کې یومیلمستون هم دی چې اکثره وخت خارجي خبریالانو پکې وخت تیروي.

پولیس وايي دقیق معلومات نه لري چې په دې چاودنه کې کوم تعمیر په نښه شوی و خو دوی گومان کوي چې دا چاودنه د طالبانو یوه ځان مرگه کړې ده.

XS
SM
MD
LG