د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي وزیرستان کې بیا عملیات پیل شوي


د پاکستان چارواکي وايي، پوځي هلیکوپترو یې په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې د طالبانو پر مرکزونو باندې حمله پیل کړې ده.

امنیتي چارواکو وویل چې ددغې حملې اصلي هدف د جنوبي وزیرستان په ختیځه برخه کې د واڼې د ښار په شاووخوا کې د طالبانو پټ مرکزونه دي. چارواکو منلې ده چې په روانو عملیاتو کې تر اوسه دوه عسکر وژل شوي دي.

دا عملیاتو له هغه یوه ورځ وروسته پیل شوي چې د پاکستان طالبانو نوي مشر ومنله چې د دوی مخکینی مشر بیت الله مسود تیره د یکشنې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بمبارئ کې وژل شوی و. طالبانو دغه اعلان د سه شنبې په ورځ وکړ.

د امریکا او پاکستان چارواکو په وار وار ویلي وو چې بیت الله مسود د اگست په ٥مه نیټه د توغندي په حمله کې وژل شوی دی، خو طالبانو تر اوسه پورې دا خبر رد کړی و.

د شنبې په ورځ د طالبانو یو بل قومندان مولوي فقیر محمد اعلان وکړ چې حکیم الله مسود یې د نوي مشر په توگه ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG