د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا 'د سنا زمری' مړ شو


ایډورډ کنیډی، دامریکا سناتور او د پخوانی جمهوررئیس جان ایف کنیډی کشر ورور، چی دامریکا په تاریخ کی زښت ډیر بانفوذه اومقتدر سناتور گڼل شویدی د ٧٧ کلونو په عمر مړشو.

دکنیډی کورنۍ وایی چی هغه د سه شنبی په ورځ ناوخته په خپل کور کی د مساچوسیټس په ایالت کی مړشو، دهغه کور په یوه کوچنی ښارگوټی هییانس پورټ Hyannis Port کی پروت دی. له یوکال نه به لږ زیاته موده کیدله چی دغه دیموکرات سناتور د مغزو د سرطان په لاعلاجه ناروغۍ باندی اخته سوی و.

په یوه بیانیه کی دهغه کورنۍ دهغه په باب داسی ویلی دی : هغه زموږ د کورنۍ مرکز و؛ او نه جبران کیدونکی ضایعه ده. او زموږپه ژوند کی د خوشالۍ رڼا وه.

دسږکال په ډیره موده کی هغه په سنا کی دخپلی ناروغۍ له امله نه و. هغه دیته اړسوی و چی دخپل ژوند په مهمو مسایلو، لکه دروغتیا یوملی سیستم باندی له خپل کورنه کار وکړی. سناتور کنیډی له ١٩٦٢ نه را په دیخوا دمساچوسچټس نمایندگی کوله. هغه دخپلی سناتور ۍ په دوره کی دمدنی حقوقو ، ښوونی اوروزنی اومهاجرت په څیر لیبرال مسایلو ملاتړ کاوه. پردی سر بیره چی هغه دامریکا لپاره د روغتیا د یوملی سیستم طرفداری کوله.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما چی سناتور ایډورډ کنیډی په ٢٠٠٨ میلادی کال کی دجمهوری ریاست د کاندیدۍ او په انتخاباتی مبارزه کی دهغه ملاتړ کړی و؛ ددی میاشتی په سرکی سناتور ایډورډ کنیډی ته د ازادۍ دمیډال جایزه ورکړله. خو کنیډی ددغو جایزو دورکولو په وخت کی په سپینه ماڼۍ که حآضرنه و.

د سږکال د جنوری په میاشت کی سناتور کنیډی دامریکا په کاپیتول کی چی دامریکا د جمهوررئیس براک اوباما د نوی دوری د پرانیستنی مراسم شروع وو ؛ بیهوشه سو.

کنیډی د ویتنام د جگړی او په عراق باندی په ٢٠٠٣ میلادی کال کی دامریکا په مشرۍ دیرغل مخالف و او ښه ټینگ انتقاد یی پری کاوه.

سناتور کنید ی په سنا کی د خپلی کلکی عقیدی اونظر او مخلصانه تعهد له امله چی په سنا کی له دیموکراتانو او جمهوری خواهانو سره په گډه کار وکړی شی هغه ته یی د سناد زمري لقب ور په برخه کړی و.

د نړۍ مشرانو د سناتور کنیډی په مړینه خواشینی ښکاره کړله او هغه ته یی درناوی وړاندی کړ

دنړۍ مشرانو سناتور کنیډی ته خپل آحترام وړاندی کړ. کنیډی د یوه فوق العاده مشر په توگه وستایل شو. هغه د روغتیا په مسله باندی تل ټینگار کاوه چی د روغتیا یوملی سیستم وړاندی شی اوپه شمالی ایرلینډ کی یی سوله راوستلی وه.

د ایرلینډ پخوانی صدراعظم وویل چی کنیډی د شمالی ایرلینډ دمسلی په حل کی ډیرمهم نقش درلود.هغه دکنیډی کورنی په ټول ایرلینډ کی ډیره خاصه کورنی وبلله.

د برتانیی پخوانی صدر اعظم ټونی بلیر دهغه باب وویل چی کنیډی په ریښتینه دعامو خلکو خادم او د انصاف او فرصتونو ارزښتونو ته په ټینگه متعهد و. هغه وویل چی کنیډی په ټوله نړی کی د فداکارۍ او احترام الهام بښونکی و.

XS
SM
MD
LG