د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي پروگرام په اړه نوی رپوټ خپریږي


تمه کیږي چې د ملگرو ملتونو اتومي مفتشین د ایران د اتومي پروگرام په وړه خپل وروستئ رپوټ په روانه اونۍ کې اعلان کړی. د لویدیځ ډیپلوماتان په عین وخت کې پر داسې پلان کار کوي چې له مخې یې پر تهران باندې قوي بندیزونه ولگول شي.

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي دغه رپوټ به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ خپور کړي.

په ویانا کې ډیپلوماتیکې منابع وايي، د لویدیځ هیوادونو د اتومي انرژئ د څارنې پر ادارې باندې نور فشارونه هم اچولي او ورڅخه یې غوښتي چې نور داسې استخباراتي رپوټونه هم خپاره کړي چې د ایران دا مقصد ښيي چې غواړي اتومي وسلې جوړې کړي.

ایران وايي، اتومي پروگرامونه یې د سوله اییزو مقاصدو او د بریښنا د تولید لپاره دي. د ایران حکومت د ملگرو ملتونو هغه پیشنهادونه رد کړي چې له ایران نه یې غوښتي چې د یورانیمو غني کول پرچاو کړي.

تهران په تیر یوه کال کې په لومړي ځل اتومي مفتشینو ته اجازه ورکړې چې د ایران یوه اتومي بټۍ معاینه کړي. دا یو کال کېده چې ایران خپلو اتومي بټیو ته نړیوال مفتشین نه ورپریښودل.

ټاکل شوې ده چې د لویدیځ چارواکي بله هفته غونډه وکړي چې د ایران لپاره بل ځواب برابر کړي.

XS
SM
MD
LG