د پاکستان د استخاباراتو مامورین وايي، د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په حمله کې شپږ تندلاري وژل شوي دي.
چارواکي وايي، الوتکې په سیمه کې د تندروانو پر یوه پټ مرکز باندې توغندي غورځولي دي.
له دې یوه ورځ مخکې، پاکستاني چارواکو وویل چې هلیکوپترو یې په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې د طالبانو پر مرکزونو باندې حمله پیل کړې ده.
امنیتي چارواکو وویل چې ددغې حملې اصلي هدف د جنوبي وزیرستان په ختیځه برخه کې د واڼې د ښار په شاووخوا کې د طالبانو پټ مرکزونه دي.
چارواکو منلې ده چې په روانو عملیاتو کې تر اوسه دوه عسکر وژل شوي دي.
دا عملیاتو له هغه یوه ورځ وروسته پیل شوي چې د پاکستان طالبانو نوي مشر ومنله چې د دوی مخکینی مشر بیت الله مسود دوه هفتې مخکې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بمبارئ کې وژل شوی و.
طالبانو دغه اعلان د سه شنبې په ورځ وکړ.