د لاس رسي وړ اتصالات

منتظري: د ایران مشرانو انحرافي لار غوره کړې


د ایران تر ټولو معتبر ناراضی دینی عالم دهیواد مشران په دی باندی تورن کړیدی چی دانتخاباتو نه وروسته ناکراریو په مقابله کی یی انحرافی لاره غوره کړیده.

ایت الله العظمی حسین علی منتظری دایران مشران باید د اجرئت ولری چی اعلان وکړی چی دا حکومت نه جمهوری دی او نه اسلامی او هیچا ته اجازه نشته چی خپل نظر وړاندی کړی او یا انتقاد وکړی

دایران چارواکیوپه زرگونو مظاهره چیان چی د جون په میاشت کی یی د محمود احمدی نژاد په بیا انتخابیدو یی اعتراض کاوه د حکومت له خوانه د سختو اقداماتوپه ترڅ کی ونیول. په ډیرو اصلاح غوښتونکو باندی چی په جمهوررئیس یی انتقاد کاوه، دا تور لگول شویدی چی د دولت په خلاف یی جرم کړیدی

ایت الله منتظری په خپله ویب پاڼه کی نن د چارشنبی په ورځ لیکلی دی چی دا محاکمی په اسلامی عدالت باندی ملنډی وهل دی.

دا دینی عالم یووخت په هغه کتار کی شمیر ل کیده چی دایت الله خمینی ځای ونیسی.

خو هغه پنځه کاله په کور کی نظر بند وساتل شو ځکه چی په ١٩٩٧ میلادی کال کی یی دایران د دینی عالمانو دمراتبو په سلسله باندی انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG