د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانانو افغان بندي غوړي د امریکا خلاف عریضه وکړي


یو ځوان افغان چې د کوم رسمي تور پرته یې شپږ کاله یې د گوانتانامو په جزیره کې د امریکا په نظامي زندان کې تیر کړي دي غواړي چې د امریکا د حکومت په خلاف عریضه وکړي.

د محمد جواد مدافع وکیل جگړن ایریک مونټیلو نن په کابل کې دغه اعلان وکړ.

جواد په روانه اونۍ کې وروسته له هغه افغانستان ته ستون شو چې د امریکا د فدرالي محکمې یوه قاضي حکم وکړ چې هغه بې گناه نیول شوی دی.

د محمد جواد مدافع وکیل چې د امریکا د پوځ له خوا مقرر شوی دی، دغه فیصله وستایله خو ویې ویل چې په کار ده یو بهتره قضايي سیستم جوړ شي چې د نورو بندیانو دوسیې هم وڅیړي.

جواد په ٢٠٠٢م کال کې په افغانستان کې په دې تور نیول شوی وو چې پر عسکرو یې لاسي بم غورځولی او دوه امریکايي عسکر یې زخمي کړي دي.

د جواد مدافع وکیل وايي چې هغه د نیول کېدو پر وخت ١٢ کلن و خو د امریکا پوځ وايي چې طبي معاینو ښودلې چې هغه وخت نوموړی ١٧ کلن و.

XS
SM
MD
LG