د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: د امریکایانو ترمنځ د افغانستان جگړې ارزښت بایللی


که څه هم جمهور رئیس اوباما پریکړه کړې چې افغانستان ته به ١٧ زره نور عسکر لیږي خو د جولای او اگست میاشتې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو مرگانۍ میاشتې وې.

یوه تازه سروې ښيي چې امریکایان ښايي له دغې جگړې نه ستړي شوي وي.

ددې کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر ٦٨ زرو ته ورسیږي. د دوی ماموریت د طالبانو د تشدد په خلاف جگړه ده.

خو وروستۍ سروې گانې ښيي چې دغې جگړې د امریکایانو تر منځ نور خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

یوه سروې چې د امریکا د آې.بي.سي نیوز او واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په گډه کړې ده ښيي چې ٥١ فيصده امریکایان وايي چې دغه ماموریت نور په جگړه نه ارزي خو ۴٧ فیصده نور امریکایان بیا تر اوسه ددغه پروسې ملاتړ کوي.

له هغو کسانو نه چې په دغې سروې کې پوښتنې شوي دي، یوازې څلورمه برخه یې افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو ملاتړ کوي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د امریکا د وسله والو قواوو تر ټولو لوړ پوړي قومندان ستر جنرال مایک مولن وویل چې دغه سروېگانې خواشینوونکي دي.

"ما پخپله د ویتنام په جگړې کې برخه اخیستې ده. زه هم له دغې جگړې نه د امریکا د خلکو د ملاتړ پر وضعې او په دې اړه په موجودو انتقادونو خبر. خو په یقینا کومه اندازه ارقام چې وړاندې شوي دي دا د اندېښنې وړ دي".

مولن وايي، ددغه ماموریت هدف دا دی چې القاعده او د طالبانو په شمول د القاعده ملاتړ کوونکي له منځه ولاړ شي.

خو ددغه ماموریت قیمت ډیر لوړ تمام شوی دی.

د جولای او اگست میاشتې ددغه جگړې له پیل راهیسې د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو مرگانۍ وې. د جولای په میاشت کې نږدې ۴٣ امریکايي عسکر ووژل او د اگست په میاشت کې کیدای شي د دوی تلفات تر دې هم زیات وي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د تیر کال په پرتله د ٢٠٠٩م کال په لومړنۍ ربعه کې د ملکي افغانانو د مرگ ژوبلې اندازه ٢٥ فیصده زیاته وه.

میتیو ډس د امریکا د پرمختیا په تحقیقاتي مرکز کې تحلیلگر دی.

دی وايي، د جمهور رئیس اوباما دا اقدام چې جنرال سټانلې مکریسټل یې په افغانستان کې د ناټو قومندان وټاکه، ښيي چې اوباما دا خبر درک کوي چې د امریکا ستراتیژي باید بدله شي. میتیو ډس وايي، خو ښاغلي اوباما غواړي په عمل کې نتایج وویني.

"که دی پرمختگ ونه ښيي او له وضعې نه همداسې ښکاره شي چې دا ماموریت نور هم د یو ډول اشغال خوا ته نږدې کیږ، او د افراطیت ضد مبارزه هم په میاشتو میاشتو کوم ښه خبر ونه لري نو دی به له ځینو جدي مخالفتونو سره مخامخ شي".

د واشنگټن د هیریتیج په تحقیقاتي مرکز کې څیړونکې لیزا کرټیس وايي، جمهور رئیس اوباما په هغه صورت کې عام ملاتړ تر لاسه کولای شي چې یو پریکنده پیغام ولري.

"هغه خپل تعهد روښانه کړی او په کار ده چې خپل موقف همداسې وساتي. دی باید دا خبره په تکرار تکرار واضح کړي چې موږ افغانستان ته د څه لپاره تللي یو تر څو امریکایان په دې خبره پوه وي. او زه فکر کوم که دی دا کار وکړي نو د امریکا خلک به یې تر شا ودریږي".

په عین وخت کې جنرال سټانلې مکریسټل په افغانستان کې د ضرورتونو په اړه یوه تازه ارزیابي تکمیل کړې ده.

تمه کیږي چې ښاغلی اوباما به د عسکرو د زیاتولو په شمول د مکریسټل پیشنهادونه منظور کړي.

XS
SM
MD
LG