د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: سوات کې د ځانمرگو د روزنې مرکز تباه شوی


د پاکستان پوځ وايي، په سوات کې یې د ځانمرگه حمله کوونکو د روزنې یو مرکز تباه کړی دی.

پوځ په یوې بیانیې کې وویل، د استخباراتي رپوټونو او د ځايي خلکو د معلوماتو په نتیجه کې یې دغه مرکز په نښه کړی دی.

په دغه سیمه کې د پاکستان عسکر د طالبانو په خلاف عملیات کوي.

د جمعې په ورځ برتانیې د پاکستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه چې د قبایلي سیمو په ثبات او د افراطیت د علتونو په له منځه وړلو به ولگول شي.

د برتانیې صدراعظم گورډن براون د پاکستان له جمهور رئیس آصف زرداري سره په لندن کې د یوې گډې غونډې په جریان کې دغه مرسته اعلان کړه.

د ښاغلي زرداري یوه ویاند ویلي دي چې د پاکستان د اقتصاد د تقویه کېدو لپاره دغه ملک ضرورت لري چې اروپايي بازارونو ته لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG