د امریکا د فضايي چارو اداره ناسا د ډیکوري بیړۍ فضا ته روانه کړې ده.
ډیسکوري تیره شپه په ١٢ بجې د فلوریډا د ایالا د کینډي له فضايي مرکز نه پورته شوه او لس دقیقې وروسته د ځمکې مدار ته ورسیده.
په دغه بیړۍ کې اووه تنه فضا نوردان سپاره دي. دوی به په فضايي سټیشن کې ١٣ ورځې تیروي او ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ماښام به دغه سټیشن ته ورسیږي.
دوی له ځانه سره اته مږکان هم فضايي سټیشن ته انتقال کړي دي. دوی به د هډوکو د ناروغیو د څیړنې لپاره په فضايي سټیشن کې د څو میاشتو لپاره پاتې کیږي.
دغه عمله په فضايي سټیشن کې آینده تجربو ته د زمینو برابرولو لپاره د یوه نوي یخچال په شمول اته زره کلیو گرامه سامان آلات او تجهیزات انتقالوي.
د ډیسکوري سفر د تیرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د خرابې هواو او تخنیکي مشکلاتو په وجه
ځنډیدلی و.