د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان د غیرقانوني توغندیو په جوړولو تورن کړ


د یوی امریکایی ورځپاڼی په رپوټ کی راغلی چی امریکا پاکستان په دی تورن کړی دی چی په غیر قانونی توگه یی امریکایی ساخت توغندی داسی جوړ کړی چی په مځکه باندی هدف وویشتلی شی چی دا هند ته یو جدی خطر دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دغه تورونه د جون د میاشتی په وروستیو کی د یوه غیر رسمی ډیپلوماتیک اعتراض په ډول د پاکستان صدراعظم او نورو پاکستانی عالی رتبه چارواکیو ته ورسول شول.

دغه ورځپاڼه زیاتوی چی امریکایی چارواکی وایی چی د پاکستان دغه تر شک لاندی عمل د وسلو د صادرولو د کنټرول له تړون نه سرغړونه ده.

د فرانسی خبری آژانس د پاکستان د استخباراتو د یوه عالی رتبه چارواکی په قول لیکی چی د نیویارک ټایمز دغه رپوټ د هغو هلو ځلو یوه برخه ده چی غواړی پاکستان او د پاکستان وسله وال پوځ بدنامه کړی.

دغه چارواکی ورځپاڼی ته وویل چی دا توغندی د سمندری بیړیو لپاره وو او داسی کوم موثق شواهد نشته چی وښیی د توغندیو په جوړښت کی بدلون راغلی دی.

XS
SM
MD
LG