د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په ستراتیژۍ له سره کتنه بشپړه شوه


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د عسکرو قومندان پر ستراتیژئ باندې له سره کتنه چې له ډیر وخت راهیسې یې تمه کېدله، بشپړه کړې او نتیجه یې د امریکا او ناټو چارواکیو ته ورکړې ده.

امریکايي جنرال سټانلې مکریسټل وايي، په افغانستان کې حالات خراب دي خو بری ممکن دی او ستراتیژیکو بدلونونو ته اړتیا شته.

تر اوسه پورې په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پر ستراتیژئ باندې د له سره کتنې امر کړی چې په دغه سیمه کې د طالبانو او القاعدې د زیاتېدونکي تشدد په خلاف مبارزه وشي.

څو ورځې مخکې د امریکا د وسله والو قواوو تر ټولو عالي رتبه قومندان ستر جنرال مایک مولن هم وویل په افغانستان کې وضعه متشنجه ده او نوره هم مخ په خرابیدو روانه ده.

تیره هفته د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ خپور کړ چې په په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې شاملو امریکايي قومندانانو اندېښنه ښودلې چې د خپل ماموریت د سر ته رسولو لپاره کافي عسکر نه لري.

ورځپاڼې د چا نوم نه دی اخیستی خو لیکلي یې دي چې دغو قومندانانو سیمې ته د امریکا د خاص استازي ریچارډ هالبروک سره په وروستیو غونډو کې ټینگار کړی چې نورو عسکرو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG