د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان د احمدی نژاد په نوې کابینه بحث کوي


د ایران په پارلیمان کی د جمهوررئیس محمود احمدی نژاد په کابینه باندی نن ددویمی ورځی راهیسی بحث روان دی.

دایران مطبوعات رپوټ ورکوی چی دا پلان شویده چی په کابینه باندی به دری ورځی بحث روان وی او نن د دوشنبی له ورځی پیل شو.

د پارلیمان یو شمیر غړي وایی چی په ٢١ وزیرانو کی یو شمیر کسان دهغه وزارت له کارونو سره تجربه نلری چی دوی ورته نومول شویدی.

د ښاغلی احمدی نژاد نقادان چی په محآفظه کارانو کی هم شته دی وایی چی هغه خپل نیژدی وفادار کسان په مهمو چوکیو باندی گومارلی دی.

دایران مطبوعات وایی چی پارلمیان به د چارشنبی په ورځ د کابینی په نومول شویو غړیو باندی رایی ورکړی.

دایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد د جنجالی انتخاباتوپه ترڅ کی دجون په دولسمه باندی بیا انتخاب شو.

د حکومت مخالفین وایی چی انتخاباتو کی درغلی شویده او په همدی سبب څو ورځی په ښارونو کی مظاهری وشوی.

ددی مظاهرو په ترڅ کی په زرگونو ایرانیا ن چی دانتخاباتو په نتایجو یی اعتراض کاوه ونیول شول او توقیفخانوته وغورځول شول.

XS
SM
MD
LG