د لاس رسي وړ اتصالات

چمن کې د ناټو ١٦ ټانکرونه وسوځول شول


د پاکستان چارواکی په هغه چاودنه باندی تحقیق کوی چی دافغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدی لاره کی وشوه او د تیلو هغه شپاړس ټانکونه په کی وسوځیدل چی په افغانستان کی یی دناټو عسکرو ته تیل ور وړل.

پولیس په دی باندی شک کوی چی د تیلو له ټانکونو لاندی بم ایښودل شویدی او د یکشنبی په ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت په چمن کی چاودنه وشوه.

د تیلو دغه ټانکونه د چمن په لاره په افغانستان کی ناټوته تیل وروړی. رپوټ وایی کله چی یوه موټر اور واخیست نو ورپسی دتیلو نورو ټانکونو ته هم خپور شو.

خبری منابع وایی چی لږ ترلږه یو سړی په دغو چاودنوکی زخمی شویدی.

عینی شاهدان وایی چی دوی له اور نه مخکی د ټوپک ډزی واوریدلی. پولیس وایی چی داور وژنی کارگران د یکشنبی تر شپی پوری داور په وژنه بوخت وو.

رپوټ وایی په سوونو لارۍ موټر چی زیاتره یی د ناټو لپاره اکمالات انتقالوی په سرحد کی د پاکستان اړخ ته ایسارشویدی.

د چمن سرحدی لاره ددوه ورځو لپاره بنده شویده ځکه چی دپاکستان او افغانستان ترمنځ د گمرکی کارو نو او مالونو د تفتیش په برخه کی د پاکستان اوافغانستان دمامورانو ترمنځ جنجال موجود و. د پاکستان پولیس وایی چی هغوی د اکمالاتوپرکاروان باندی دیکشنبی په ورځ ناوخته یوه حمله ناکامه کړه هغوی یو بم پیداکړ او هغه یی خنثی کړ.

د چمن سرحدی لاره له پاکستان نه د ناټو عسکرو ته په افغانستان کی د مهماتو دوررسولو ډیره مهمه لاره گڼل کیږی. د یکشنبی په ورځ ناوخته لږ ترلږه شپاړس پولیسان، چی نوي دوظیفی لپاره ټاکل شوی وو، د سوات په دره کی دیوه ځان وژونکی د برید په ترڅ کی ووژل شول.

رپوټ وایی له هغه وخت راهیسی چی پوځ ویلی دی چی په سیمه کنترول لری دا ډیره خونړۍ حمله بلل کیږی. پوځ وایی چی دوی لږ ترلږه ١۴ سر تیري د یکشنبی په ورځ د سوات د چارباغ په سیمه کی ووژل.

د پاکستان حکومت د داپریل دمیاشتی په اخره کی په سوات کی نظامی عملیات ددی لپاره پیل کړل چی دسوات ټوله سیمه له افراطیانونه پاکه کړی.

XS
SM
MD
LG