د لاس رسي وړ اتصالات

'مکریسټل: په افغانستان کې بدلون ضروري دی.'


د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې خپل د اګست د ۳۱ مې نېټې په ګڼه کې د افغانستان د وضعې او دغه راز د امریکا د تګلارې د بدلون په هکله تبصره خپره کړې ده.

واشنګټن پوست لیکي چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ستینلي مکریستل د دوشنبې په ورځ وویل چې اوس هم مونږ کولای سو چې په افغانستان کې اته کلنه جګړه پر مخ یوسو خو ددې دپاره باید په خپله تګلاره کې یو لړ بدلونونه راولو.

جنرال مکریستل دغه خبرې د دوشنبې په ورځ وروسته د هغه څخه کړيدي چې د څو موده انتظار وروسته یې امریکايي مقاماتو ته د افغانستان د وضعې په باب خپله ارزيابي وړاندي کړې ده. ورځپاڼه لیکي چې ښايي جنرال مکریستل ددغې ارزیابۍ په لړ کې د نور قواوو غوښتنه هم وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې تر دغه دمه پوري لا چا په عامه توګه دا نه ده تاييد کړې چې جنرال مکریستل چې په افغانستان کې د سلو زرو څخه زیات خارجي قواوې رهبري کوي، خپل د نظامي تګلاره دپاره به د اضافي قواوو غوښتنه به وکړي او که نه؟

ورځپاڼه لیکي چې د جنرال مکریستل دخواه په افغانستان کې سوې ارزيابي به په دغه هیواد کې د امریکا په نظامي تګلاره کې د یو لړ اصلاحاتو وړانديزونه وکړي. ورځپاڼه لیکي چې د جمهور رئیس اوباما دپاره د افغانستان مسله د امریکا په بهرني سیاست کې تر ټولو مهمه مسله ګڼل کېږي.

ورځپاڼه د سترجنرال ستینلی مکریستل د خولې لیکي چې وايي په افغانستان کې وضع شدیده ده خو بریالیتوب ممکن دی او د بریالیتوب دپاره مونږ ته پکار ده چې یوه جامع او مرور سوې تګلاره ولرو او خپل په چارو کې همکاري او د هڅو یووالی رامینځ ته کړو. ورځپانه لیکی چې جنرال مکریستل دغه خبري په یوه خبري اعلامیه کې کړې وې چې پکښي ویل سوي وه چې د افغانستان د وضع ارزیابي اماده سوی ده او امریکايي چاروکو ته به وړاندي سي.

ورځپاڼه لیکي چې جنرال مکریستل د روان کال د جون د میاشتې را په دیخواه وروسته د هغه نه چې جمهور رئیس اوباما دی، په افغانستان کې د خارجي قواوو د قوماندان په توګه وټاکه، د افغانستان د وضعې په باب پر یوې ارزیابې کار کاوه.

ورځپاڼه لیکي چې هغه د افغانستان د وضعې په باب ځېنې محرم معلومات د امریکا مرکزي قوماندانۍ او د ناټو عمومي مرکز بروسل ته لېږلي دي. سنت کام یا د امریکا مرکزي قوماندانۍ د افغانستان او عراق د جګړو نظارت کوي.

نظامي مقامات وايي چې په یاده سوې ارزیابئ کې داسي کومه مسله نه ده راغلې چې په کښي د اضافي قواوو د ځای پرځای کېدو غوښتنه سوی وي خو دوی وايي چې یادسوې تګلاره به مرور سي او وروسته د هغه نه حقایقو ته په کتو سره به ددې پریکړه ونیول سي چې افغانستان په راتلونکی کې نورو قواوو ته ضرورت لري او که نه؟

ورځپاڼه لیکي چې د جنرال مکریستل دغه ارزیابي په داسي وخت کې بشپړه سوه چې د افغانستان د اګست د شلمې د انتخاباتو عمومي نتایج لا تراوسه نه دي معلوم ورځپاڼه لیکي چې د یادسویو انتخاباتو قسمي نتایج بهد دوشنبې په ورځ اعلان سي. ورځپاڼه لیکی چې د اعلان سویو نتایج د مخې جمهور رئیس حامد کرزئی د خپلو ټولو سیالانو په مقایسه مخکي دی خو دومره رایې نه دي ګټلي چې د دویم ځل انتخاباتو مخه ونیسي. په عین حال کې د جمهور رئیس کرزي مهم سیال پخواني د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې د اګست د ۲۰ نېټې په انتخاباتو کې د لوړې کچې غبن او درغلي سوې ده.

ورځپاڼه لیکي تر دغه دمه لا د جنوب په ګډون د نورو سیمو رایې نه دي شمیر سوي. خو ورځپاڼه لیکی چې جنوب چې د کرزي سیمه دی او داسي ویل کېده چې هغه به هلته ډیرې راې وګټي، د طالبانو د ګواښونو له امله ډيرو خلګو په رای اچونې که برخه نه وه اخیستې.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د انتخاباتو د شکایاتو د کمیسیون د خواه نېږدې ۲۵۰۰ بیلابیل د درغلیوو او ټګۍ برګۍ شکایات درج سوي دي چې ددغه جملې څخه ۵۶۷ یې ډیر جدي دي چې ښايي د انتخاباتو پر نتایجو خپل تاثیر واچوي.

ورځپاڼه لیکي چې غربي چارواکو په لومړي پړاو کې د افغانستان د اګست د شلمې نیټې انتخاباتو ته د یو غټ بریالیتوب په سترګه کتل ځکه چی یاغي طالبان په دې ونه توانیدل چې یادسوي انتخابات مختل کړي خو اوس چې د شکایاتو د مستقل کمیسیون د خواه ډیر شکایات او درغلۍ ثبت سوي دي، دغه شکایات او درغلۍ ښايي د غربي چارواکو بر نظر باندې هم اغېزه وکړي

دغه راز ورځپاڼه د انتخاباتو د ورځې د تاوتریخوالي په اړه د څلویښت کلن بزګر لعل محمد د خولې لیکی چې د روغتون څخه یې خبریالانو ته خبري کولې هغه وویل چې پر هغه د رای ورکولو پرمهال د طالبانو دخواه برید وسو او په نتېجه کې یې یاغي طالبانو ځېندي غوږونه او پزه پرې کړه.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې اوس مهال ۱۰۳۰۰۰ خارجي قواوې ځای پرځای دي چې ۶۳۰۰۰ زره یې امریکايي عسکر دي. ورځپاڼه لیکي چې دغه شمیر سښ کال هغه مهال دوچنده سو کله چې جمهو رئیس اوباما قدرت ته ورسیده او افغانستان یې د خپل بهرني سیاست مهم لومړیتوب وګرځاوه،د جمهور رئیس بوش د حکومت پرمهال د امریکايي ځواکونو شمیر د اوس په مقایسه سم نیمايي وو.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د بهرني قواوو شمیر به د روان کال ترپایه پوري ۱۱۰۰۰۰ ته ورسېږي چې ۶۸۰۰۰ زره به یې امریکايان وي.

ورځپاڼه لیکي چې جنرال مکریستل د نظامي قوماندې د اخیستو وروسته خپل په نظامي تکتیکونو کې یو لړ بدلونونه راوړي دي او خپله توجه یې د یاغیانو د حملو څخه د ولسي خلګو پر ژغورنې متمرکزه کړېده. هغه د عراق د جګړې څخه چې د جنرال دېوید پېترېس تر مشري لاندې یې کار کاوه ځېنی تاکتیکونه په افغانستان کې عملي کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د هغه په ارزیابۍ کې یو لړ مهم وړاندېزونه شوي وې چې د هغه د جملې نه د افغان ملي امنیتي ځواکونو د تربېه او تجهېږلو مسله یوه له هغو مهمو وړاندزونو نه ده.

ورځپاڼه لیکي چې داسي اوزاې خپرې سوي دي چې ښايي جنرال مکریستل د افغانستان د جګړې دپاره د نورو اضافي قواوو غوښتنه وکړي خو خبره داده چې آیا امریکايي نظامي او سیاسي مشران به د هغه وړاندیز ومني او که نه؟

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان ته تازه تللي نظامیان په دې لټه کې دي چې د طالبانو د خواه کنترولیدونکې سیمې بیرته ونیسي او په همدغه دلیل سښ کال د ۲۰۰۱ کال راپه دیخواه د خارجي قواوو دپاره په افغانستان کې ترټولو خونړۍ کال بلل سوی دی. او تیرې دوې میاشتې په تیره بیا د اګست میاشت ترټول خونړۍ میاشت وه.

XS
SM
MD
LG