د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان د نوي دفاع وزیر ننگه وکړه


د ایران پارلیمان خپل ملاتړ د محمود احمدی نژاد ددفاع د وزیر په برخه کی څرگند کړیدی. ددفاع وزیر هغه سړی دی چی د ارجنتاین هیواد وایی چی د بیونس ایرس د یهودانو د مرکز په بم چونه کی یی لاس درلود.

د پارلمان یوه غړی هم د احمد واحدی په ټاکنه باندی د سه شنبی په ورځ اعتراض ونکړ.

نن دریمه ورځ ده چی پارلیمان د ښاغلی احمدی نژاد د نومول شوی کابینی په غړیو باندی بحث او کتنه کوی.

په احمد واحدی پسی دنړیوالو پولیسو اداره انټرپول گرځی چی وی نیسی. پرهغه باندی دا دعوه شویده چی پنځه کاله مخکی یی په ارجنتاین کی یی دیهودانو په مرکز حمله کړی وه. په دغه حمله کی ٨٥ کسان وژل شوی وو.

دایران پارلیمان به د ښاغلی احمدی نژاد په کابینه باندی د چارشنبی په ورځ باندی رایی ورکړی.

احمد واحدی دایران ددفاع وزارت معین دی. دامریکا دخارجه وزارت ویاندی ایان کلي تیره میاشت وویل دابه دناراحتی او اندیښنی خبره وی که چیری واحدی د ددفاع د وزیر په توگه د پارلیمان له خوانه تائید شی.

دا په داسی حال کی چی د واحدی له نومونی سره د سه شنبی په ورځ مخالفت څرگند نشو خو د پارلیمان غړیو دیو شمیر هغو کسانو په نومونه باندی اعتراض وکړ چی دهغوی تجربی او تعلیم له هغه وزارت سره چی دوی ورته پیشنهاد شوی وو، اړخ نه لگاوه. دایران په کابینه کی ټول ٢١ وزیران دی.

دایران څو تنو سخت دریځو وکیلانو د احمدی نژاد د کابینی په لست کی ددری ښځو له جملی نه په یوه باندی اعتراض وکړ او وی ویل چی ښاغلی احمدی نژاد خپل وفاداران په مهمو وظآیفو باندی گوماری.

د ښوونی اوروزنی وزیره سوزن کشاورز د پارلمیان په مخکی خپله اجنډا وړاندی کړله. یوشمیر وکیلانو هغه په دی تورنه کړله چی ددغه کار لپاره په کافی اندازه تجربه نلری.

XS
SM
MD
LG