د لاس رسي وړ اتصالات

١١٣کاله مخکې د امریکا تباه کوونکی اور


د ١٨٩۴ م کال دسیپټمبر په لومړی نیټه د ځنگل په اور سره د منیسوټا دایالت هینکلی ښارگوټی تباه شوی و. په دغه سیمه کې ټول ټال څلورسوه څلویښت تنه وژل شوی وو.

په خاصه توگه دامریکا دمرکزی سیمه دنولسمی پیړۍ په اخرکې تباه کونکی اورته چمتو وه چې اروپائې ناقلینودغه سیمه دکرکیلی لپاره تیاره کړی وه او داورگاړو نوی سرکونه دگڼو ځنگلونو ترمنځ ایستل شوی وو.

دهیکلی ښارگوټې دویس کانسن سرحد ته نژدی په منیسوټا کې دگرینسټون دسیند په غاړه اباد شوی و. دا دچارتراشو او د اورگاړی نوی ښارگوټې و.

د ښار اوسیدونکو ونی پریکولی او چارتراشی ئې ورنه جوړولی چې داری بوره ورنه پاتی کیدله چې دا بیا اور اخیستلوته تیاره وه. برسیره پردی دوی چارتراشی داورگاړی پټلیوته ډیری نژدی جمع کړی وی. له دې نه دا ثابتیده چې څو خطرناک شیان سره جمع شوی ووکله چې داورگاړی نه ورباندی داور سپرغې ولگیدی نو داری بوری اور واخیست.

د١٨٩۴ م کال په اوړی کې په مرکزی امریکا کې وچکالی وه چې دی داورلگیدو لپاره شرائط هم برابر کړل. دسیپټمبر په لومړی نیټه دغرمی نه وروسته له غرمی نه دهینکلی جنوب پلو ته داورگاړو دوه پټلیو ته نژدی اور ولگید او شمال ته خپور شو.

په داسی حال کې چې اور دښارگوټی داروگاړی ډیپو ته ورسید نو دښارگوټی دری سوه پنځوس تنه اوسیدونکی په اورگاړی کښیناستل چې له اور نه وتښتی. اورگاړی داور له لمبونه تیر شو مگر روغ رمټ مگر لویدیځ ویسکانسن ته ورسید.

دهینکلی نورو اوسیدونکو ښارگوټی ته نژدی په جبهزار سیمه کې پناه اخیستی وه مگر ددغې ډلې اکثره کسان مړه شوی و چې ځینی ئې په اوبو کې غرق شوی وو. مگرتقریبآ سلو تنو نورو اوسیدونکو وکولای شول ځان سیب کړی. هغه اورگاړی چې له شمال نه هینکلی ته چې اورگاړی شاملیده چې له اورنه ځان وژغور مگر بیا هم په اورکې گیر شو. یوازی هغه سپارلی ژوندی پاتی شوی وی چې له اور گاړی نه په جیهل کې دنگلی وو.

دری سوه زره ایکره ښارگوټی او ځنگل په اور وسو او پنځه ویشت میلونه ډالر تاوان ئې اړولی و. په هینکلی کې ٢٢٨ تنه وژل شوی وو.دشاوخوا سیمو څه دپاسه دوه سوه تنه نور مړه شوی وو چې پدی کې (٢٣ ) تنه د اوجیبوا اوسیدونکی هم و.

XS
SM
MD
LG