د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې د تندروانو نور مړي پیدا شوي


د پاکستان چارواکي وايي د سوات په دره کې یې په تیرو ٢۴ ساعتونو کې ۴١ جسدونه پیدا کړي دي چې تقریبا ټول یې د یاغي طالبانو دي.

د سوات چارواکیو د آې.ایف.پي خبري آژانس ته ویلي دي چې له شپږو جسدونو نه سرونه پرې شوي دي او د نورو پر بدن باندې د گولیو زخمونه دي.

رپوټ وايي، دغه جسدونه د سرکونو او ویالو څنگ ته او په پټیو کې تر خاورو خځلو لاندې کړل شوي وو.

چارواکي وايي، داسې ښکاري چې د سیمې اوسیدونکو به دغه کسان د دوی د هغه بدې رویې له امله وژلي وي چې په سوات کې د پوځ د وروستیو عملیاتو مخکې دوی د خپل حاکمیت پر وخت له خلکو سره کړې ده.

چارواکي وايي د جولای د میاشتې راهیسې دغه ډول ٢٥٠ مړي پیدا شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، نن د پاکستان پوځ وايي چې په سوات کې لږ تر لږه ١٠٥ تنه تندروان ورته تسلیم شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په سوات کې د پولیسو پره یوه مرکز باندې د تیرې هفتې د مرگانۍ ځانمرگې حملې وروسته په سیمه کې پوځ په سیمه کې خپل چپاوونه زیات کړي دي.

چارواکي وايي چې په تسلیم شویو کسانو کې ١٨ تنه یې د هغه سرکرده کسانو په لسټ کې شامل دي چې پاکستان یې د نیولو لټه کوي.

XS
SM
MD
LG