نړیوال هیات نن په پاریس کې ددې لپاره غونډه کوي چې د افغانستان پر روانې وضعې بحث وکړي.
چارواکي وايي، دا د هغو نړیوالو استازو د دوامدارو غونډو لړۍ ده چې د افغانستان لپاره گومارل شوي دي.
تمه کیږي چې د سیمې لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هالبروک او نور چارواکي به د افغانستان د انتخاباتو او ځینو نور مسئلو په اړه خبرې وکړي.