د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ کې د روژه ماتي میلمستیا


جمهوررریس براک اوباما د سه شنبی په ورځ په سپینه ماڼئ کی امریکایی مسلمانانو او د اسلامی ملکونو سفیرانو ته د روژه ماتی میلمستیا ورکړیده او په دی کی یی د امریکا دپاره د امریکایی مسلمانانو د خدمتونو یادونه او ستاینه کړیده.

جمهورریس اوباما د روژه ماتی دا میلمستیا د روژی د میاشتی د هرکلی او د امریکایی مسلمانانو د خدمتونو د ستایلو یو موقع وبلله.

هغه وویل: "اسلام لکه چی څنگه مونږ ټول خبر یو د امریکا د ټولنی یو لازم جز دی. او لکه څنگه چی امریکا کی د هر قام مذهب او نژاد خلک ژوند کوی . نو د امریکا مسلمانه ټولنه هم ځانته فوق العاده خاصتونو او تنوع لري"

ده وویل چی امریکا کی داسی مسلمانی کورنئ هم شته چی د پیړو پیړو راهسی دلته ژوند کوی. دوی کی د تازه راغلو مهاجرو نسل هم شامل دی او امریکا کی د هر رنگ نسل منطقی او د مسلک مسلمانان د دنیا د کونج کونج نه راغونډ شویدی.

جمهورریس اوباما دا هم وویل چی امریکایی مسلمانانو د ژوند په هر ډگر کی دامریکا خدمت کړیدی. دوی تجارت او ساینس کیپرمختگونه کړی او د هنر او سپورت په میدان کی یی امریکا ته ښه نوم گټلی دی

د جمهورریس اوباما لخوا ورکړل شوی د روژه ماتی په میلمستیا کی چی کوم میلمانه راغلی وو.د هغوی د څهرو نه د ورایه معلومیده چی امریکا په ریښتیا مسلمانانو ته ډیر فرصتونه ورکړیدی.

د مثال په توگه په راغلو میلمنو کی د هغه دوه امریکایی مسلمانسیاستمداران هم په لومړوچوکیو ناست وو چی د امریکا د ولسی جرگیفعاله غړی دی . دوی کی یو کیت ایلسن او بل انډری کارسن نومیږی.

په راغلو میلمنو کی د کریم خان په نوم د هغه امریکایی عسکر مور هم ناسته وه چی ځلمئ ځوی یی د عراق په جگړه کی قربان شویدیاونشاله هیرن په نوم هغه امریکایی مسلمانه پیغله هم ناسته وه چی په خپل مکتب کی ورته د حجاباغوستلو اجازه نه وه خو دی د قانونی مجادلی په نتیجه کی ځانته خپل د ا حق وگټلواو اوس حجاب سره مکتب ته ځی .

په دی میلمستیاکی د امریکا مشهور بوکس وهونکی اتل محمد علی کلی ته هم بلنه ورکړیورکړل شوی وه خو د ځینو معاضیرو له کبله هغه میلمستیا ته را نغلو.

خو بیا هم جمهورریس اوباما نه د هغه یادونه هیره نه شوه او وی ویل: ""محمد علی کلیچی بوکس وهلو په میدان کی ډیر بی مثاله اتل و په عملی ژوند کی هم هغه دعزت او وقار لمنه د لاسه ورکړی نه ده.او هغه څه چی ورته حق ښکاره شوی هغی دپاره یی مبازه کړیده.اودا یی وښودله چی امریکا کی هر څوک د هری عقیدی او فکر خاوند وی. د حقوق یی برابر دی."

د جمهورریس اوباما په دی روژه ماتی کی د امریکا د ټولنی د مذهبی او کلتوری تنوع یو مثال دا همو چی په دی کی د امریکایی ټولنی د مسلمانانو نه علاوه نورو مذاهبو خلکو لکه د عیسویانویهودو وا هندوانو مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوی وه.

جمهورریس اوباما په دی مناسبت وویل چی:مونږ ټول دا مسولیت لرو چید یو بل د گټو خیال وساتو او یو بل ته متقابل احترام ولرو.اود جمهورریسپه حیث همدا زما تعهد دی چید کور دننه او بهر به په دی پالیسئعمل کووم.

هغه زیاته کړه چی د امریکا او مسلمانی نړئ ترمنځ دنوی پیل دپاره ما هم دادغه فارموله مرکزی نقطهغوره کړی چی د بل خیر او د بل احترام په اصل کی پخپل خیر او احترام تبادله کیږی.او پکار دی چی د روژی په دی مبارکه میاشت کی موږ دا تعهد یو ځل بیا تکرار کړو

جمهورریس اوباما دا هم وویل چید روژی مبارکه میاشتموږ ټولو ته دا فرصت راکوی چی که مونږ د هری عقیدی ووسو خو کار به په گډه کووو او د امیدونو او ارزوگانو نه جوړی یوی دنیا دپاره به زیار باسو.

XS
SM
MD
LG