د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران د نویو بندیزونو په لگولو بحث


د نړۍ شپږ قدرتونه، نن د چارشنبی په ورځ د جرمنی په فرانکفورت کې ملاقات کوی چې پر اېران باندی د سختو بندېزو نو په لگولو باندی بحث وکړی که چېرې اېران خپل جنجالی اټومی پروگرام بند نه کاندی.

د امنېت د شوری پنځه داېمی غړي چې په هغو کې امرېکا، برتانېه ، روسېه ، چېن ، فرانسه شامل دی د جرمنی په شمول مذاکرات کوی. هغوی اېران ته د تجارتی امتېازاتو دورکولو وړاندېز کړېدی چې دهغو په مقابل کې د ېورانېمو دغنی کولو له پروگرام نه لاس په سر شی.

داېران د اټومی چارو ستر مرکچی د سه شنبی په ورځ ووېل چې تهران دېته چمتو دی چې دخپل اټومی پروگرام په هکله د نړۍ له قدرتونو سره مذاکرات وکړی.

داېران دولتی مطبوعاتو د اېران د ملی امنېت د عالی شوری د رئېس سېد جلېلی له قوله وېلی دی چې اېران په دې برخه کې نوی پېشنهادات لری. هغه ووېل چې ددغونوېو پېشنهاداتو مطلب دادی چې د مذاکراتو لپاره بنسټ برابرشی.

داوباما اداره واېې چې دوی ته له اېران نه داټومی پروگرام د مذاکراتو په باب نوی پېشنهادونه ندی وررسېدلی.

خو دامرېکا د خارجه وزارت نطاقه اېان کلي واېې امرېکا به هرډول نوی پېشنهاد ددوه اړخېز درناوی پر بنېاد په غور وگوری.

د ایران پارلمان پر نوې کابینې رایه گیري کوي:

دا څلورمه او ممکن وروستۍ ورځ ده چې د ایران پارلمان د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد له خوا په نوې نومول شوې کابینه باندې بحث کوي.

تمه کیږي چې نن ناوخته به د ٢١ کسیزه کابینې د نویو غړو لپاره په پارلمان کې رایه گیري وشي. رایه گیري به وروسته له هغه پیل شي چې وروستي اته وزیران هم د خپلو پلانونو په اړه پارلمان ته وینا وکړي.

پارلمان لا له وړاند د داسې یوه نومول شوي وزیر ننگه کړې ده چې د سابقې په اړه یې جنجال موجود دی. پر ځینو نومول شویو وزیرانو باندې بیا انتقاد شوی چې کافي اهلیت نه لري.

بل پلو، د ایران د سپاه انقلاب د قدرتمنې ادارې رئیس ددغه ملک پر پخواني جمهور رئیس محمد خاتمي باندې تور لگولی چې د ایران د ستر مذهبي مشر رول یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د ایران رسمي مطبوعاتو د جنرال محمد علي جعفري له قوله ویلي چې خاتمي او د هغه ملگرو کوښښ کړی چې د آیت الله علي خامنايي د موقف په اړه جنجال راپیدا کړي او هڅه یې کړې چې له انتخاباتو وروسته مظاهرې راوپاروي.

دغه تورونه ښاغلی خاتمي او هغه ملاتړي له دې خطر سره مخامخ کوي چې د سخت دریځي حکومت له خوا جزا وویني.

XS
SM
MD
LG