د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو او فلسطینیانو په لوړه سطحه خبرې وکړې


له هغه راهیسې چې په تیر مارچ کې بنجامن نیتانیاهو د اسرائیلو صدراعظم شو، د اسرائیلو او فلسطین چارواکو نن تر ټولو په لوړه سطحه خبرې کړي دي.

د فلسطین د اقتصاد وزیر بسیم خوري او د اسرائیلو د صدراعظم مرستیال سیلوان شالوم نن په بیت المقدس کې د اقتصاد په اړه خبرې وکړې. له دې غونډې نه دا تمه راپیدا شوې چې د دواړو خواوو تر منځ مناسبت بهتر شي.

بل خوا، د منځني ختیځ د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا خاص استازی جورج میشل نن په نیویارک کې د اسرائیلو له مقاماتو سره وگوري او د سیمې د سولې د خبرو د هغه بهیر په اړه ورسره بحث وکړي چې د تیر دسمبر راهیسې په ټپه ولاړ دی.

میشل تیره میاشت له صدراعظم نیتانیاهو سره په لندن کې کتلي وو او نیتانیاهو موافقه کړې وه چې اسرائیلو او فلسطینیانو دواړو ته په کار دي چې د سولې په لاره کې عملي گامونه اوچت کړي.

فلسطینیانو ویلي دي چې د سولې مذاکرات تر هغو نشي پیلیدلای چې اسرائیل د نویو آبادیو جوړول بند نه کړي. واشنگټن هم له اسرائیلو غوښتي چې په د ختیځ بیت المقدس په اشغالي سیمه او لویدیځه غاړه کې د نویو آبادیو جوړول ودروي.

XS
SM
MD
LG