د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس غونډه کې افغانستان سره د مرستو ژمنه وشوه


د چارشنبی په ورځ د فرانسی په پایتخت پاریس کید افغانستان په باب جوړې شوې غونډې کې د نړیوالې ټولنی استازو افغانستان سره د نورو مرستو ژمنی کړیدي.

د فرانسی امریکا او قریب شلو نه زیاتو نورو ملکونو دلوړ رتبه ماموررینو په گډون جوړېشوې غونډه کې افغانستان په روانه اوضاع خبرې شویدي.

د غونډی نه پس په خپلو خبرو کې چارواکو وویل چی دوی غواړی چی افغانستان سره خپلی کړی ژمنی پوره کړی او مرستې جاری وساتی . دوی دا هم ویلی دی چی دا غونډه په اصل کی د افغانستان په باب جوړېشوې ستراتیژئ یوه عموميارزیابی وه چی وخت په وخت کیږی او دا یېهم ویلي دي چې دېغونډی د افغانستان د تیری میاشتی د جنجالونو نه ډکو انتخاباتو سره ارتباط نه درلود.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازی رچړډ هولبروک د افغانستان په انتخاباتو کی د درغلیو خبری بابیزی وبللی او وی ویل چی په داسی کیسو کی د بی نظیمو او غلطیو کیدو امکانات زیات وی. او هر چرته چی دیموکراسی وی داسی خبری به هم ورسره مل وی.

هغه وویل چی په دی تازه ورځو کی د امریکا د مینسوټا ایالت کی د سنا په انتخاباتوکی شکایتونه راوتی وو او اووه میاشتی پسی یی نتیجی اعلان شوی.خو په افغانستان کی به د نتیجو اعلان دومره ورخت ونه نیسی.

هغه دا هم وویل چی په ارام او سوکاله ملکونو کی انتخاباتو کی درغلئ کیږی افغانستان خو بیا هم یو جگړهځپلیملک دی.

د افغانستان د انتخاباتو تازه نتیجی ښیی چی جمهورریس کرزئ د خپل نږدی رقیب نه ډیر مخکی دی . خو ده لاهم په سلو کی پینځوس رایی نه دی ترلاسه کړی او د دویم ځلی انتخاباتو امکان لاهم موجود دی. د امریکا خاص استازی دا خبرونه هم رد کړیدی چی گنی امریکا د جمهورریس حامد کرزی سره خوشاله نه ده.

هغه ویلی دی چی امریکا د افغانستان د جمهوری ریاست په کاندیدانو کی خپلی خوښی سړئ نه لری. هغه زیاتوی چی، زمونږ ستره غوښتنه دا ده چی د افغانستان انتخابات د رایو شمیر د انتخاباتو د مستقل کمیسون په سرپرستئ کی وشی او د شکایتونو کمیسون په جریان کی وساتلی شی او فیصلی یی ومنلی شی او بیا د همدی شفاف عمل د لاری افغانستان دپاره داسی یو مشروع جمهور ریس وټاکلی شی چی د خلکو د غوښتنو ځواب وویلی شي.

د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر هم په دی خبری ټیگار کړیدی چی د پاریس غونډی د افغانستان د انتخاباتو د عمل سره کوم ارتباط نه درلودو او په دی کی افغانستان سره د نړیوالی ټولنی د راتلونکو مرستو په باب غور او فکر وشو.او دا وویلو شو چی افغانستان کی زمونږ د کامیابئ راز په دی کی دی چی افغانستان یو مسونه ځایی وگرځی او خارجی عسکر به تر هغی د افغانستان نه نه وځی تر څوپوره ډاډمن امنیت پکی ټینگ شوی نه وي.

XS
SM
MD
LG