د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوک طالب کندهار کی ایساف او افغان قواوو ونیوه


ناټو وایی چی دافغانستان او دامنیت ساتنی نړیوالی قواو د طالبانو هغه سړی نیولی دی چی په جنوبی افغانستان کی د سړک دغاړی دڅو بم چونو په اړه حکومت ورپسی گرځیده چی وی نیسی.

د ناټو خبر لیک چی نن د پنجشنبی په ورځ په دی برخه کی خپور شو؛ وایی چی دناټو او افغان قواو گډ لټون د غه مشکوک د کندهار ښار غرب لوری په یوه کلی کی ونیول شو. رپوټ وایی چی دهغه په هکله معلومات ددی سبب شول چی عسکر په هغه پسی ورشی او د چارشنبی په ورځ یی بی له کومی پیښی نه ونیسی.

د برتانیی ددفاع وزارت نن د پنجشنبی په ورځ وویل چی دبم په یوه چاودنه کی د هیلمند په ولایت کی ددوی یو عسکر ووژل شو.

رپوټ وایی چی ددی عسکر له وژل کیدو سره په افغانستان کی د برتانیی دعسکرو د تلفاتو شمیر د ٢٠٠١ میلادی کال راهیسی په افغانستان کی ٢١١ ته رسیږی.

له بل پلوه د چارشنبی په ورځ طالبانود چارشنبی په ورځ دهغی چاودنی مسوولیت په غاړه واخیست چی دافغانستان د استخباراتو مرستیال عبدالله لغمانی له ٢٢ نورو کسانو سره پکی ووژل شو. داچاودنه د فغانستان د لغمان په ولایت کی شوی وه.

چاودنه د چارشنبی په ورځ هغه وخت وشوه چی سهار دغه ډله خلک دمهتر لام له یوه جومات نه راووتل. په همدغه پیښه کی لږ تر لږه ٣٥ کسان زخمی شول.

XS
SM
MD
LG