د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک: له کرزي سره کومه ستونزه نلرم


په پاریس کې د چارشنبې په ورځ د افغانستان د راتلونکې په هکله په یو نړیوال کنفرانس کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک هڅه وکړه هغه اندیښنې رفع کړي چې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي په اړه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د حکومت له لورې د درغلیو په اړه رامنځ ته شوي دي.

ریچارد هولبروک په پاریس کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې بې نظمي په هر دموکراتیک سیستم کې یوه نورماله خبره ده. هغه د امریکا د منیسوتا په ایالت کې د سنا مجلس د ټاکنو مثال ورکړ چې څو میاشتې وخت یې ونیو تر څو موضوع حل شوه. هغه وویل په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو نتیجې لا اوس هم څیړل کیږي، د جمهور رئیس کرزي سره کومه ستونزه نه لري.

هالبروک وویل: "مونږ هغه ته او د جمهور رئیس په توگه د هغه رول ته ستر احترام لرو. هغه همداشان په ټاکنو کې یو کاندید دی چې رای لا اوس هم شمارل کیږي او د نتیجې په اړه لا تصمیم نه دی نیول شوی. او ددې بنسټونو له مخې مونږ له هغه سره د یو کاندید په توگه چلند کوو، لکه څنگه چې د نورو کاندیدانو سره یې کوو".

د جمهور رئیس کرزي سیالانو په سلگونو شکایتونه درج کړي دي. د تورونو په څنگ کې په جنوب کې په رای اچونه کې د کمو خلکو گډون، ښایي د ټاکنو مشروعیت ته تاوان پیښ کړي. همداشان امریکا او نورو هیوادونه چې د یو باوري حکومت نه د پلوی، د طالبانو په وړاندې د جگړې، د اداري فساد او د مخدره توکو سره د مبارزې خبره کوي، ښایي په انتخاباتو کې بې شمیره درغلۍ دوی ته هم ستر خجالت پیښ کړي. هولبروک چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د شپږویشت نړیوالو استازو سره په پاریس کې خبرې کولې وویل، مونږ د کاندیدانو ترمنځ هیڅ یو ته برتري نه ورکوو.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازي کای ایډې په همدې خبري کنفرانس کې وویل ددې ډول شرایطو د څیړنې لپاره منابع او موسسات موجود. هغه زیاته کړه: "ټولو ته زما پیغام دادی چې ارام اوسي او مطمینا له ټولو لومړی، قوانینو او قضایي تاسیساتو ته احترام وکړي چې په دې اړه په کار بوخت دي".

په دې ترڅ کې د چارشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر په دې ټینگار کړ چې دا غونډه د انتخاباتو په هکله د قضاوت په هکله نه ده بلکه د مرستو رسولو هڅو ته د پاملرنې په اړه ده.

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې په لغمان کې د یو جومات د پرانستلو په مراسمو کې د یوې چاودنې له امله د هیواد د استخباراتو د ادارې د مرستیال په گډون زیات شمیر چارواکي او ملکي کسان ووژل شول.

له بلې خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ټاکنو نورې پایلې هم اعلان کړې چې د هغې له مخې د شپتو فیصدو رای شمیرنې وروسته، اوس حامد کرزی اوه څلویښت عشاریه درې فیصده او عبدالله دوه دیرش عشاریه شپږ فیصده رای گټلي دي.

په داسې حال کې چې د نتیجو د اعلانولو لړۍ لا دوام لري د ناتو عمومي منشي اندریس راسموسن په بروکسل کې د ناتو په مرکزي دفتر کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "د انتخاباتو امنیتي چارې ښه ترسره شوی چې په حقیقت کې له اټکل نه ښه وی. د رای اچولو د شپږ زره او پنځه سوه مرکزونو څخه پنځه نوي په سلو کې د پلان سره سم پرانستي و. یواځې په دوه فیصدو یې بریدونه وشول. دا یو حقیقي بری دی چې په سر کې یې افغاني ځواکونو ځای درلود".

هغه زیاته کړه هیله من دی چې د ټاکنو وروستۍ نتیجې به باوري وي. هغه وویل باید هیر نشي چې مونږ په بریالیتوب سره افغانستان بیا د تروریستانو د جالې کیدو څخه ساتلی دی او مونږ به دې کار ته دوام ورکوو.

XS
SM
MD
LG