د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د ناټو بمبارئ په لسهاوو خلک ووژل


د افغانستان مقامات وايي، په کندز کې د ناټو عسکرو د تیلو پر یوه ټانکر بمباري کړې ده، تقریبا ٩٠ تنه یې وژلي دي چې په مړو کې ملکیان هم شامل دي.

د کندز د ولایت مقامات وايي، اکثره وژل شوي کسان یاغي طالبان دي.

د ناټو چارواکو تائید کړه ده چې دوی پر هغو طالبانو باندې د بمبارئ امر ورکړی دی چې د تیلو دوه ټانکرونه یې تښتولي وو. دوی وايي، په پیښه کې د ملکي تلفاتو په اړه تحقیقات کوي.

د کندز د ولایت چارواکي وايي، یاغي طالبانو دغه ټانکرونه تښتولي وو او د علي آباد د ولسوالۍ یوه کلي ته یې انتقال کړي وو. چارواکي وايي، طالبانو د کلي له خلکو غوښتي وو چې راشي او له ټانکر نه تیل واخلي چې په همدې وخت کې بمباري وشوه.

دغه پیښه د افغانستان په شمال کې زیاتیدونکې ناامني ښيي.

XS
SM
MD
LG