د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د افغانستان جگړه له کنتروله نده وتلې


د پنجشنبې په ورځ، د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وویل، دی فکر نه کوي چې د افغانستان جگړه دده په خبره د جمهور رئیس اوباما له کنتروله وځي او دغه جگړه نه گټل کیږي. گیټس وویل، دا د جمهور رئیس د ستراتیژئ د عملي کیدو پیل دی او باید وخت ورکړل شي.

د دفاع وزیر وویل، افغانستان ته د نورو عسکر د لیږلو پر پیشنهاد به وروسته له هغه خبرې کیږي چې چارواکي د افغانستان د روانو حالاتو په اړه پر هغې ارزیابئ غور وکړي چې تازه بشپړه شوې ده.

گیټس وویل، ددې کال په پیل کې چې جمهور رئیس افغانستان ته د ٢١ زره عسکرو او ملکیانو د لیږلو پریکړه وکړه، ډیر یې تر اوسه نه دي رسیدلي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس ستر جنرال مایک مولن وویل، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر مهم نه دی، بلکه دا ډیر اهمیت لري چې دوی څه ډول د عامو افغانانو دفاع کوي.

ددې هفتې په سر کې په افغانستان کې امریکايي جنرال سټانلې مکریسټل په دغه ملک کې د القاعدې او طالبانو په خلاف د جگړې د ارزیابئ نتیجه وړاندې کړه.

مکریسټل په خپل رپوټ غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خپلې قواوې دې زیاتې شي او د تشدد په خلاف مبارزه کې باید بدلون راشي.

له هغه راهسې چې په ٢٠٠١م کال کې امریکايي عسکر افغانستان ته تللي، روان کال د دوی لپاره په دغه ملک کې تر ټولو مرگانی کال دی. د عامه نظریاتو یوه سروې ښيي چې زیات شمیر امریکایان په افغانستان کې د خپل ملک د ماموریت په دوام راضي نه دي.

XS
SM
MD
LG