د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ناظرین د افغانستان د انتخاباتو نتایجو ته متوجه دي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جمهو‏ري ریاست او ولایتي شوراگانو د انتخاباتو د رایو شمیرنه دوام لري او د جعلکاریو ډیر تورونه لگول شوي، یوه ډله ناظرین چې تازه له افغانستان نه راغلي دي وايي چې په انتخاباتو کې یې بې نظمي لیدلې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په وروستیو نتایجو کې کرزی له خپل عمده سیال عبدالله عبد الله نه مخکې دی.

د افغانستان په جنوب کې قومي مشرانو دا تور لگولی و چې پولیسو د انتخاباتو حوزې بندې کړي دي او د جمهور رئیس کرزي په نفع بکسونه له جعلي رایو ډک شوي دي.

دغه ډول د درغلیو تورونه لا هم مخ په زیاتیدو دي.

د هلمند د ولایت یو قومي مشر حاجي منان وايي، د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي خو د ته د رایې د اچولو چانس ورنکړل شو.

حاجي منان وايي، د انتخاباتو په ورځ یو سړی هم د رایې اچولو ته ورنغی خو بیا هم ٢٠ زره بکسونه د کرزي په نفع د رایو ډک وه.

د طالبانو تهدید هم دغه انتخابات سخت کړي وو او ډیر خلک ویریدلي وو چې د رایې اچولو لپاره انتخاباتي حوزو ته ورشي.

د ملي ډیموکراتیک انسټیټوټ کارکوونکې کریسټین فیر د انتخاباتو د ناظرې په توگه افغانستان ته تللې وه او تازه بیرته راستنه شوې ده.

"ځینو خلکو ویل چې د ناامنئ په بهانه ډیر خلک د رایو مرکزونو ته له ورتگ نه منع شوي وو. موږ له ځینو رایه ورکوونکو نه واوریدل چې ځینې سیمې ددې لپاره ناامنه وگڼل شوې چې هلته د فعلي جمهور رئیس ملاتړ کوونکي نه وو".

خو د امریکا خاص استازي د جعکارئ دغه تورونه کم ارزښته بللي دي.

"په دغه بهیر کې د بې نظمئ د ډیرو تورونه د لگېدو تمه کیږي. دا په هر ډیموکراتیک ملک کې طبیعي خبره ده".

د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون چې افغانان او د نړیوالې استازې پکې غړیتوب لري، د راغلیو شکایتونو په اړه تحقیقات کوي او ددغو تحقیقاتو د پای ته رسیدو پورې یې نتیجه نشي تائیدیدلای.

ناظرین وايي، ٢ زره شکایتونه ور رسیدلي دي چې پنځه سوه یې جدي دي.

په دغو انتخاباتو کې کرزی ٥٠ فیصده رایو ته ضرورت لری چې د دوهم ځلي انتخاباتو مخه ونیول شي.

نړیوال ناظرین وايي، دوهم ځلي انتخابات ممکن ددغو انتخاباتو د مشروعیت سره مرسته وکړي.

"په اوږده مهال کې د تشدد سره په مبارزه کې دا خبره جدي عواقب لرلای شي چې دوهم ځلې انتخابات ونشي او یو جمهور رئیس له مشروع لارې ونه ټاکل شي".

کین وولاک یو بل نړیوال ناظر بیا وايي، د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالي هم د جعکارئ د زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

"تمه کیږي چې له تیرو چارو نه عبرت واخیستل شي او په آینده کې د بودیجې د کموالي ستونزه نه وي موجوده".

ټاکل شوې ده چې د شکایاتو د اوریدو کمیسیون په آینده یوې یا دوو روځو کې خپل کار پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG