د لاس رسي وړ اتصالات

په فضايي سټیشن کې نوی ټانکر نسب شو


د امریکایی فضایی بیړی دیسکوري څخه دوه فضانوردانو په بریالیتوب سره وکړای شول چی د امونیا نوئ لوي تانکر د نړیوال فضایی ستیشن په بهرنی ساحه کی ور نصب کاندي.

امریکایی فضانورد دني اولېفاس او دهغه سویدني ملگری کرستر فیوگلوسانگ د جمعې په روځ وختي شپږ نیم ساعته په فضایی گامونو تیره کړه چی په ترڅ کی یی خپل ماموریت هم س رته ورساوه.

د امونیا تانکر د فضایی ستیشن د هوا سړولو دپاره ډیر ضروري گڼل کیدو.

نوئ تانکر د زاړه پر ځای د چهار شنبې په روځ کینول شو چی تر دی نوي تانکر ډیر کمکئ و.

XS
SM
MD
LG