د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز پیښه په نړیوالو مطبوعاتو کی


واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چې ناټو دجمعی دورځی دسپیده داغ نه دمخه دهوائې حملی په باره کې تحقیقات پیل کړیدی . دامریکا جنگی جیټ الوتکی دتیلو په دو ټینکرونو باندی چې طالبانو دافغانستان په شمالی ولایت کندز کې تښتولی وو، بمونه واچول . په دغه حمله کې په لسگونو کسان وژل شویدی او سمدستی دا تور ولگول شوچې ډیرئې ملکی کسان دی.

ورځپاڼه لیکی چې دوژل شوو کسانو په باره کې بیلابیل اټکلونه کیږی.دکندز والی وویل، په دغه حمله کې دوه اویاتنه وژل شویدی ، په داسی حال کې چې دالمان پوځ ئې شمیر پنځوس تنه ښودلی دی . المانی مامورانو وویل، دناټو دقوماندی لاندی المانی قوا ددغې سیمی دامنیت مسؤله ده او لدی ویری نه چې طالبان نیت لری چې له دغو ټینکرونونه د ځانمرگی بریدونو کارواخلی،دهوائې قوا مرسته وغوښتله .

ورځپاڼه دامریکا ددفاعی چارو دیولوړ رتبه مامورله قوله لیکی چې په دغه حمله کې شاوخوا شپږ پنځوس تنه وژل شویدی او له چاودنی نه لږ دمخه په ویډو کې ئې عسکونه اخیستل شویدی. هغه وویل، نژدی څوک ژوندی نه و. مگر هغه دا خبره هم وکړه چې داڅرگنده نده چې هغه کسان چې دټینکرونو ترشا وو واقعآ هغوی یاغیان وو یانه .

واشنگټن پوست ورځپانه دبلجیمی عسکرو دپړکمشرمرستیال فیلپ برجمن له خولې لیکی چې دی دحملی ځای ته نژدی کلی ته ولاړ او هلته ورته دکلی اوسیدونکو وویل، افراطی طالبانو یو شمیر کلیوال مجبورکړل چې ټینکرونه ورسر ه د کندوز له سیند نه را اوباسی چې هلته پکی بند پاتی وو.برجمن وویل، هغه ته وویل شول چې څوارلس کلیوال وژل شویدی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه وائې، یوه ورځ وروسته له هغې چې دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټز دی خبری ته اشاه وکړه چې دی په افغانستان کې دامریکائې عسکرو دزیاتیدوسره مخالفت نه کوی، سره لدی چې په دغه هیواد کې دامریکا ئې عسکرو دزیاتیدو په باره کې مخکی اندیښنی موجودی وی. ښاغلې گیټز وویل، دده نظر هغې ارزیابی بدل کړچې په افغانستان کې دامریکا لوړ رتبه قوماندان جنرال سټینلی مک کرسټل پدی هفته جمهوررئیس اوباماته وړاندی کړه چې دعسکرو سره ېوځای دملکیانو داقدام په اهمیت او په هغو کوښښو ټینگار شویدی چې دملکیانو تلفات دی کم شی.

دواشنگټن پوست په ورځپاڼه کې راغلی دی چې جمهوررئیس حامد کرزی هم ددغې حملی په باره کې دتحقیقاتو امرکړیدی او وائې، ملکیان هدف گرځول زموږ لپاره دمنلو وړندی. دناټو دنظامی عملیاتو په نتیجه کې دملکیانو تلفاتودښاغلې کرزی په شمول ډیر افغانان په قهر کړیدی او دڅوملتی ماموریت سره ئې عامه ملاتړکمزوری کړیدی. ددغه ماموریت هدف دافراطی طالبانو په خلاف مبارزه ده چې په روان کال کې دحکومت په خلاف قوی شویدی. عمومی نظر دادی چې په دغه حکومت کې اداری فسادی زیات او بی کفایته دی.

واشنگټن پوست ورځپانه لیکی ، داسی ښکاری چې جنرال مک کرسټل دجمعی په شپه په یوثبت شوی پیغام کې دا ومنله چې احتمال لری په دغه حمله کې ملکیانوته تلفات اوښتی وی او وائې، دبی گناه افغانانو دغه احتمالی وژل یا زخمی کیدل ډیر جدی گڼم.

ورځپاڼه لیکی چې د غه پیغام په دواړو ژبو پښتو او دری ترجمه شوی او دافغانستان مطبوعاتو ته سپارل شوی دی .جنرال مک کرسټل دافغانستان ستر اولس ته دخطاب کولو په ترڅ کې وویل، دبین المللی امنیت دمرستی قوا یا ایساف په کندز کې دهغه څه په خلاف حمله وکړه چې موږ گمان کاوه دا دطالبان دی . دیوقوماندان په حیث ماته دافغانانو دحفاظت او ژغورنی نه بل هیڅ شی مهم ندی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی ، دا سمدستی څرگنده نده چې دامریکا دوماندانی په کومه سطحه ددغې حملی امرورکړی یا پوځ څنگه پریکړه وکړه چې په دغه سیمه کې ملکیان نشته .

نیویارک ټائمزورځپاڼه لیکی، دغه حمله په داسی وخت کې وشوه چې په امریکا او اروپاکې دواړو کې دافغانستان دجنگ په باره کې سخت بحثونه روان دی او دجمهوری ریاست دجنجالی انتخاباتونه وروسته پیښه شوه چې په افغانستان کې ئې حالت دتاو او کش سرحد ته رسولی دی او لږترلږه دموقت وخت لپاره افغانستان بی له اعتباری او باوری مشرانو نه دی.

نیویارک ټائمزورځپانه وائې، دوه څوارلس کلن او یو لس کلن او یو شپاړلس کلن هلک دکندز په محلی روغتون کې بستری شول چې وروسته بیا شپاړس کلن هلک مړشو. دکندز دوالی نطاق محبوب اله سعیدی وویل، دنوی وژل شوو کسانونه اکثره افراطیان دی او دا شیمر ددوی له کله شنکوف ټوپکونه چې سویدی ، کوو. مگر هغه وویل، په دغه حمله کې ملکیان هم وژل شویدی.

نیویارک ټائمزورځپانه دکندز ولایت دعامه روغتیا دچارو دمامور ډاکټر عزیزاله سفر له قوله لیکی چې کلی ته طبی استول شوی ډلی رپوټ ورکړیدی چې وائې، اتیاتنه وژل شویدی اواکثره ئې ملکیان او کلیوال دی.

دنیویارک ټائمز په ورځپاڼه کې دا هم راغلی دی چې دبریتانیه دبهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبانډ دجمعی په ورځ ددغې حملی په باره کې دژر اوعاجلو تحقیقاتو غوښتنه وکړه .

واشنگټن ټائمز ورځپاڼه دالمان دمامورانو له قوله لیکی چې دغه پیښه دپنجشنبی په ماښام هغه وخت پیل شوه چې یاغیانو دوه دتیلو ټینکرو نه په هغه لوی لاره برمته کړل چې کندز دتاجکستان له سرحد سره نښلوی .

بی ډوله یو بی بم اچونکی الوتکی چې دیوبل ماموریت له کبله ئې په دغه سیمه باندی پروازونه کول، له څو ساعتونونه وروسته ئې دغه ټینکرونه ولیدل چې په جبه زاره کې بند پاتی شول ، په داسی حال کې چې کوښښ ئې کاوه له سیند نه تیرشی . دغه سیند دکندز دولایت دمرکز جنو ب پلوته په دیارلس میلی کې پروت دی.

واشنگټن ټائمزورځپاڼه په واشنگټن کې دامریکا دنظامی مامورانو له خولی لیکی چې په دغوټینکرونو باندی دوه بمونه چې دهریو وزن پنځه سوه پونډوته رسیده اچول شویدی. دغه رهنمائې شوی بمونه وو چې دعصری ټکنالوجې نه پکی کار اخیستل شویدی.

XS
SM
MD
LG