د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په اورمچي کې تازه مظاهرې


د چین په لویدېځ ښار اورمچی کې دنوو مظاهرونه وروسته وسله وال پولیس بیا ځای په ځای شویدی. د یو لړ حملو نه وروسته په حکومت باندی احتجاجونه وشول او له دغه احتجاجونو نه وروسته پولیس ځای په ځای شول.

دغو حملو دچین دهان دقبیلی او دیغور دمسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړیدی.

د جمعی په ورځ د سیکیانگ په مرکز اورمچی کې نوی مظاهری شویدی . دمظاهرو په وخت کې داحتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتی شویدی مگر داسی ښکاری چې مظاهری په سوله ایزه طریقه ختم شویدی.

داحتجاجونو سره سره د جمعی په ورځ ځینی دکانونه او بانکونه خلاص وومگر دسهار دلمانځی په وخت کې دوه لوی جوماتونه تړلی وو ، که څه هم چې په دغه ښارکې مسلمانان روژه وو.

حکومت په درست ښار کې اعلانونه ځړولی دی چې وائې، دلوی غونډو جوړول، دوسلواستعمال اوتاوتریخوالی لمن وهل منع دی. مقاماتو په مهمو سرکونو کې پاټکونه اچولی دی او دولس په نامه میدان ته ورغلی لاری بندی کړیدی . دغه میدان دپنجشنبی دورځی دمظاهروه مرکزو.

په دغو مظاهرو کې څه دپاسه لسو رزه مظاهره چیانو برخه اخیستی وه چې اکثرو و دچین دهان دقبیلی پوری اړه لرله .

اکثرو ئې دا خبره کوله چې امنیت دی زیات شی او دا غوښتنه ئې هم کوله چې هغه څوک دی دعدالت منگلو ته راکش کړی شی چې دتیری جولای دمیاشتی په بلواگانو کې ئې برخه اخیستی وه. په اورمچی کې دټیکسی یوموټروان چې نه غواړی نوم ئې واخیستل شی ، وائې، ددی هفتی داحتجاجونو علت ستنی وی چې دپوټکې لاندی وهل کیږی.

دی وائې، خلک په یو وخت کې لارو کوڅو ته را ووتل. هغه داهم واوریدل چې ډیر یغوریان ددی هفتی دمظآهرو په وخت وخت زخمیان شول .

ددولتی مطبوعاتو په قول په مرموزه توگه په پنځه سوه یغوریانو باندی حمله شوی وه . ددغو حملو په نتیجه کې دچا دوژل کیدو، دمکروب دخپریدو یا دزهرجن کیدو خبر ندی ورکړل شوی.

ددولتی مطبوعاتو رپوټونه وائې،څلور سوه دری دیرش قربانیان ئې دچین دهان دقبیلی پوری اړه لری او ویل کیږی چې کیدای شی ددغو حملو هدف قبیلوی وی. رپوټونه وائې، پولیسو یوویشت تنه ددغو حملو په ارتباط نیولی دی.

دتیری جولای دمیاشتې په پنځمه نیټه په اورمچې کې داسی تاوتریخوالی پیښ شو چې څه دپاسه په تیرو لسو کالوکې ئې ساری نه ولیدل شوی.

په دغه وخت کې دیغوریانو احتجال په تاوتریخوالی بدل شو. حکومت وائې،په دغه پیښه کې لږترلږه ١٩٧ تنه وژل شوی وو. په ورپسی ورځو کې دچین دهان دقبیلی څارونکو په یغوریانو باندی حمله وکړه او په لسگونوزره عسکر ښارته ورننوتل چې نظم ټینگ کړی .

مقاماتو څه دپاسه رزتنه چې په بلواگانو کې برخه اخیستی وه، ونیول . دولتی مطبوعات وائې، مقاماتو د ١٩٦ کسانو دنیولو امرکړیدی او یوپنځوس مشکوک کسان ئې تعقیب کړل . اته سوه تنه نور ئې په جنائې زندانونو کې اچولی دی.

په سیمه کې ناارامی او عمومی اعتصابونه په داسی وخت کې کیږی چې تیاری نیسی چې داکټوبر په لومړی نیټه دکمونستانو دواکمنی شپیتمه کلیزه لمانځی.

XS
SM
MD
LG