د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د جرمني د عسکرو پر کاروان چاودنه شوې


نن د شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د جرمني قواوو پر یوه قطار باندې د سړک د غاړي یو بم وچاود . مقامات وايي چې په دغه پېښه کې د یاد سویو قواوو موټرې ورانې سوي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

دا په داسي حال کې ده چې د دې نه یوه ورځ مخکي د افغانستان په شمال کندز ولایت کې د ناټو په هوايي بمباریو کې دوې د تیلو لارۍ تباه سوې او لږ تر لږ ٩٠ کسه چې زیات شمیر یې ملکي کسان وه، ووژل سول. په عین حال کې د ناټو چارواکو په دې اړه د جمعې په ورځ د تحقیقاتو د پیل خبر ورکړی وو.

رپوټ وايي چې په کندوز ولایت کې مېشتو جرمني قواوو هغه مهال د آمریکا د هوايي عملیاتو غوښتنه وکړه کله چي د طالبانو د خوا تښتول شوې د تیلو دوه ټانکرونه یې د کندز ولایت په مربوطاتو کې کشف کړل چې طالبانو د یوه نامعلومه ځای پر خوا بیولې.

محلي چارواکو ویلي دي چې په دې حمله کې ۵۶ یاغي طالبان او زیات شمیر ملکي خلک وژل شوي دي.

د جرمني مقامات وايي چې دوی په دې خاطر پر یادسویو ټانکرونو د برید امر ورکړ چې طالبانو هغه ښايي په راتلونکي کې د انتحاري حملې دپاره استفاده کړي وای.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان جمهور ریْس او په افغانستان کې د ناټو مشرتابه ژمنه کړېده چې په یاده سوې پېښه کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله به په هر اړخیزه توګه څېړي.

په عین حال کې د جمهور ریْس کرزي دفتر یوه اعلامیه خپره کړیده او په کښي یې ویلي چې پر ملکي کسانو برید په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG