د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: خیبر کې ٣٠ طالبان وژل شوي


پاکستاني مقامات وايي چې حکومتي قواوو ددغه ملک د صوبه سرحد په قبایلي سیمو کې چې د افغانستان سره په سرحد کې پرتې دي په روانو نظامي عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژلي دي.

مقامات وايي چې حکومتي قواوو د لشکر اسلام ډلې پر یوه مرکز باندې په خیبر کې نن د شنبې په ورځ برید کړی دی.

د خیبر سیمه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ مسیر دی.

د یادونې وړ ده چې امریکا په دې ورستیو کې پر پاکستان باندې سخت فشار راوړی دی چې په دغه ملک کې یاغیان وځپي.

XS
SM
MD
LG