د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس او اسرائیلو تر منځ د منځگړیتوب هلې ځلې


د فلسطین د حماس ډلې تبعید شوی مشر قاهرې ته تللی تر څو د هغو مصري چارواکو سره وګوري چې د اسرایلو سره د بندیانو په تبدیلولو کې مینځګړیتوب کوي.

ټاکل شوی ده چې خالد مشعل به د شنبې په ورځ د مصر د استخباراتو د رئیس عمر سلیمان سره وګوري.

مصر د حماس او اسرایلو تر مینځ د هغه وخت نه چې د حماس ډلې یو اسرایلي عسکر ګیلات شالیت درې کاله مخکي ونیوه، د مذکراتو منځگړیتوب کوي.

دا په داسي حال کې ده چې تیره میاشت جرمنیانو هم د حماس او اسرایلو تر منځ د مینځ ګړوۍ کار پیل کړ او د حماس ډلې ویاند ایمان تها وايي چې د تېرې میاشتې را په دیخوا د جرمني مقاماتو ۱۱ ځلې د حماس د نماینده ګانو سره کتلي دي.

د حماس ډله د نیول سوي اسرایلي عسکر په بدل کې غواړي چې اسرایل ۱۰۰۰ فلسطیني بندیانو آزاد کړي. یاد شوی عسکر د غزې په تړانګه کې د حماس د ډلې د خوا نیول سوی وو.

بل خوا د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس هم د شنبې په ورځ قاهرې ته تللی دی تر څو د مصر د جمهور رئیس حسن مبارک سره وګوري. خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې آیا د جمهور رئیس عباس او د حماس د ډلې د مشر میشل د سفر تر منځ کوم تړاو شته او که نه.

XS
SM
MD
LG