د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله انتخاباتو کې د درغلئ د خرابو عواقبو خبرداری ورکړ


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو یوه عمده کاندید عبدالله عبدالله ويلي چې قسمي نتایج ښيي چې په ځینو سیمو کې د حکومتي چارواکو د خوا د رایو په صندوقونو کې ټګي برګي شوی ده هغه وايي چې داسي ولسوالۍ شته چې په هغه کې ټولې رایې د جمهور ریْس کرزي په نامه د رایو په صندوقونو کې اچول شوي دي

ښاغلي عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په دې برخه کې دي مداخله وکړي او که چیري د افغانستان راتلونکی مشرتابه د غبن او درغلي له لارې تعین شي نو دا به په دغه هیواد کې تاوتریخوالی لازیات کړي.

بل لور ته د انتخاباتو مستقل کمیسون ویلي دي چې د دوی له خوا په خپروې شوې انترنیټي پاڼه کې د انتخاباتو قسمي نتایج دقیق دي او ورڅخه دفاع کوي.

ټاکل شوې وه چې نن د شنبې په ورځ د انتخاباتو نور نتایج اعلان شي خو د انتخاباتو کمیسون دغه کار ځنډولی دی. تر دې دمه لا دا معلومه نه ده چې کمیسون ولي د انتخاباتو د نتایجو اعلان ځنډولی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دغه دمه پوري ۶۰ په سلو کې د رای ګېرۍ د مراکزو نه نتایج را ټول شوي دي چې جمهور رئیس کرزی تر خپلو ټولو سیالانو مخکي دی. د نتایجو له مخې جمهور رئیس کرزي تر دغه دمه پوري ۴۷ په سلو کې رایې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG