د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کارگر ورځ او د کارگرو تقاعد


جمهور رئیس اوباما دداسې اقداماتو اعلان کړی چې خلک په آسانه خپل تقاعد کې پیسې ذخیره کړی شي. اوبامادا خبره په داسې وخت کې کړې چې د امریکا خلک د کارگر ورځ رخصتی لمانځی.

امریکایان پخپل ژوندکې زیات کار کوی خو د ژوندپه آخر کې په اقتصادی مشکلاتو باندې اخته وي. جمهور رئیس اوباما وايي: "په تیرو دوو کلونو کی امریکایانو د خپل تقاعد له پاسرې نه دوه ټرلیون ډالره بایللي دي".

جمهور رئیس وايي په لس گونه ملیونو خلکو له خپل تقاعد نه کافی پیسې نه دی پاسره کړي.

دی وايي چې اوس حکومت هڅه کوي چې امریکایان په آسانۍ سره د تقاغد پیسې پاسره کړی شي.

اوباما بیا وايي: "مونږ باید خپل اقتصاد ی نظام له پخوا نه بهتره کړو. خلک باید ددې توان ولري چې زیاتې پیسې پاسره کړي. دوی باید اولادونو د پوهنځی زده کړو، د کور اخیستو او تقاعد له پاره پاسره ولري".

حکومت کوشش کوی چې د وړو صنایعو خاوندان وکولی شی پیسی ‏ذ‎خیره کړی. حکو مت به دا سهولت منځ ته راوړی چې خلک وکولی شی چې فدرالی حکومت د ټکس پیسی پخپل تقاعد کې جمع کړی. هغه خلک چې تقاعد نه لری هغوی کولی شې چې دغه پیسې د ‏ذ‎خیرو په اسهامو کې واچوی.

هغه کسان چې خپل کار نه جلا کیږی هغوی کولی شی چې د خپل ضروری او مریضی رخصتی د ورځو پیسې پخپل تقاعد کې ‏ذخیره کړی.

د پاسرو خبره د هیواد خلک له مشکلاتو سره مخامخ کړی دي. په روانه هفته کې د جمهور ئیس په ځواب کې جمهوری غوښتونکی گوند د روغتیايي پروگرام په باره کې خبرې کړې دي.

د جمهوری گوند کانگرس مین جان کلاین چې د تعلیم اوکار د جرگه گی مشر دی بیا خپله خبره تکرار کړې ده چې ددیموکراتانو ددغه پروگرام مصد دادی چې حکومت صحی چارې پخپل لاس کې اخلی. کلاین واېی:

"ددې وخت رارسیدلی چې باید یوه فیصله وشی. د صحی چارو اصلاحات باید د دواړوگوندونو ترمنځ مقابله نه وی. باید په صحی چارو کې بیریوکراتانو ته اجازه ور نه کړی چې د کوم مرض دې چاره وشی او کومه دوا دې ورکړ شی".

یو شمیر امریکایان له دې خبرې سره موافقه لری . په هغې غونډې کې چې ددموکزات گوند دکانگرس له خوا جوړه شوې وه خبرو را وپارول او داسې ېی وویل: "خلک د حکومت مداخله نه منی. دوی واېی چې مونږ خپل کارو ته پریږدی".

کلاین واېی چې د صحی خدماتو د ټکس له امله به خلک په ملیونوډالره پیسې ورکوی. اکثره مؤسسې نه شی کولی چې دا پیسې ورکړی.

جمهوررئیس اوبا واېی د صحی خدماتو نوی قانون چې دې به ېی لاس لیک کوی هغه به مصارف کموی او هغه خلک چې صحی بیمه نه لری هغوی به هم وکولی شی چې د بیمې خاوندان شی.

XS
SM
MD
LG