د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق– یمن تجارتي اړیکې


عراق او یمن پر دې موافقه کړېده چې د ګاونډي هیوادونو تر مینځ به تجارتي اړیکو ته پراختیا ورکوي.

د یمن صدراعظم نادر دهابي او د عراق صدراعظم ښاغلي نوري المالکي دغه تړون د تیرې سه شنبې په ورځ د عراق په مرکز بغداد کې لاسلیک کړ. ښاغلي دهابي د یوه خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې دعراق او یمن ترمینځ صادرات د ٢٠٠٩ میلادي کال په مقایسه په ٢٠٠٩ میلادي کال کې دوه برابره شویدي.

دغه راز د یمن صدراعظم د عراق حکومت څخه وغوښتل چې یمن ته خپل د تیلو صادرات دوه برابره کړی او په یوه ورځ کې دغه هیواد ته ٢٠ زره بیرله تیل صادر کړي.

په ٢٠٠٦ میلادي کال د عراق حکومت منلې وه چې یمن ته به د ټیټې بیې تیل ورکوي، خو د امنیتی ستونزو له امله عراق پدې کار ونتوانید.

همدارنګه دهابي د عراق د جمهور رييس ښاغلي جلال ‌طالباني سره هم د عراق په شمال کردستان کې وکتل. د یمن یوه خبري اژانس پیټا لیکلې دي چې دواړو غاړو د یمن او عراق ترمنځ د همکاریو په پراختیا او عراق او سوریې ترمنځ د لانجې د حل لپاره د لارو چارو د پیدا کولو لپاره خبرې کړیدي.

XS
SM
MD
LG