د لاس رسي وړ اتصالات

'د کندز بمباري ‏ممکن د یوه جرمن قومندان اشتباه وي'


په یوه خپاره شوی رپوټ کی راغلی چی په افغانستان کی د جرمنی قواوو یوه قوماندان ممکن د ناتو د مقرراتو نه سرغړونه کړی وی چی د یوی استخباراتی منبع په اساس یی د کندز په ولایت کی د بمباری امر ورکړی چی ملکی خلک پکی ووژل شول.

د اشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی دغه هوایی بمباری د ناتو د مقرراتو نه سرغړونه ده چی باید د ملکی خلکو د تلفاتو مخنیوی وشی.

دغه ورځپاڼه لیکی چی ددغو مقرراتو له مخی د یوی استخباراتی منبع په اساس باید بمباری ونشی.

دغه ورځپاڼه لیکی چی جرمنی صآحب منصبانو د امریکایی جټ الوتکو نه داسی ویدیو ټیپونه ترلاسه کړی چی د تیلو د هغو دوو ټانکرونو تر خوا خلک واړه واړه ښکاریدل چی طالبانو تښتولی وو.

خو په دی ویدیو کی دا نه ښکاریدل چی خلکو وسلی درلودې او که نه.

د واشنگټن پوست لیکی چی یو افغان جاسوس په دی ټینگار کاوه چی په دی سیمه کی ټول موجود خلک یاغیان وو.

د واشنگټن پوست په قول د ناتو د حقایقو د میندلو ټیم ویلی چی تقریبآ ١٢٥ تنه وژل شوی چی لږترلږه ٢۴ تنه یی یاغیان نه وو.

محلی چارواکیو ویلی چی اکثریت وژل شوی کسان ملکی وگړی وو.

XS
SM
MD
LG