د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتو کې د کرزي په نفع د پریمانه درغلئ کشفیدل


د امرېکا په ېوه معتبره ورځپاڼه کې په راېو کې د پرېمانه درغلۍ په باب رپوټ خپور شوېدی؛ رپوټ واېې دا کار ددې لپاره شوېدی چې دافغانستان له جمهوررئېس حامدکرزی سره مرسته وکړی چې ددوېمی دورې لپاره انتخابات وگټی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه ددوشنبی په ورځ دېوه افغان او غربی چارواکېو له قوله چې نوم ېې نه اخلی واېې چې د ښاغلی کرزی طرفدارانو دراېو اچولو تقرېبا اته سوه جعلی حوزی جوړی کړی وې چې په سوونو زره جعلی راېې ېې منځته راوړلی.

نېوېارک ټاېمز لېکی هغه راېې چې د ښاغلی کرزی لپاره شمېرل شوېدی په ځېنی انتخابی حوزو کې ښاېې د هغو شمېر دا صلی راېو ورکوونکېو له شمېر نه لس چنده زېات وی.

د افغانستان د انتخاباتو مستقل کومېسېون واېې چې په ټول هېواد کې تقرېبا د پنځه سوه انتخابی حوزو راېې د پراخه تقلب اود رغلی دادعاگانو له امله بې اعتباره گڼل شوېدی.

دا نتخاباتو دېوې برخی نتاېج څرگندوی چی ښاغلی کرزی تر اوسه پورې ۴٨ اعشارېه ٦ فېصده راېې اخېستی دی او د هغه مخالف کاندېد عبدالله عبدالله ٣١ اعشارېه ٧ فېصده راېې اخېستی دی. دا شمېر د افغانستان د انتخابی حوزو د پنځه اوېا فېصده راېو د شمېرلو څرگندونه کوی.

رپوټ واېې چې ېو کاندېد دېته ضرورت لری چې په ټولو اچولو شوېو راېو کې په سلوکې پنځوس وگټی چې ددوېم ځلی انتخاباتو مخه ونېول شوی.

توقع ده چې د انتخاباتو نور نتاېج ددې مېاشتی په وروستېو شپو ورځو کې وروسته له هغه نه چې په انتخاباتو کې د تقلب او درغلی په باب تحقېقات وشی، معلوم شی.

تر اوسه پورې د افغانستان د انتخاباتو مستقل کومېسېون ته په انتخاباتو کې د ټگئ اوتېري کولو ٢٠٠٠ شکاېتوونه وررسېدلی دی.

رپوټ واېې چې که داشکاېتونه رېښتونی وی نو ېو شمېر ېې دانتخاباتو نتاېجو باندی اثر غورزولی شی.

XS
SM
MD
LG