د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل باندی د راکټ په ډزو کې دری ملکېان وژل شوېدی


د افغانستان پولېس واېې چی په کابل باندی دراکټ ډزې شوېدی، په ېوه کور کې ېې دری کسان وژلی دی.

د دوشنبی په ورځ د پولېسو چارواکېو ووېل چې د شپې له خوانه په کابل باندی دراکټ ډزی وشوی او دکابل غربی برخه ېې ووېشتله.

په ېوه کورنی کې مور او پلار اود هغوی ېوماشوم پکی وژل شوېدی.

تر دی مخکی د جرمنی صدر اعظمی انگېلا مرکېل غږ وکړ چې ناټود ی په بېړه باندی ښه په تفصېل سره په هغه مسله کې تحقېقات وکړی چې واېې ېوه جرمنی منصبدار د افغانستان په شمال کې دهواېې بمباری امر وکړ او ملکېان پکی ووژل شول.

رپوټ دا خبره د افغانستان د شمال د ځاېې چارواکېو له قوله کوی.

رپوټ واېې د جمعی په ورځ باندی طالبانو د تېلو دوه ټانکونو بندی حمله وکړله او هغه ېې برمته کړل. خو داسی ادعاگانی هم شوېدی چی کله دامرېکا جېټ الوتکېو هلته بمباری وکړله نوملکېان هم پکی ووژل شول.

د جرمنی د دفاع وزېر فرانز جوزېف جنگ له دغی حملی نه د فاع وکړله او وې وېل چې طالبانو د تېلو دغه ټانکونه په کومه بله مهمه حمله کې د جرمنی داعسکرو خلاف چې هلته نېژدی پراته دی، استعمالولی شول.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دغه قوماندان ښاېې د ناټوله اصولو نه سرغړونه کړی وی ځکه چې دهواېې بمباری امرېې ېوازې د ېوې منبع په رپوټ باندی ورکړی و.

ورځپاْڼه لېکی چې دناټو د حقاېقو دمعلومولو ډلگۍ واېې چې په دغه هواېې حمله کې تقرېبا ١٢٥ کسان وژل شوېدی او لږ تر لږه ٢۴ تنه پکی ېاغېان نه وو.

د دوشنبی په ورځ دافغانستان د بشری حقوقو د څارنی ادارې ووېل چې دولس کلېوالو ووېل چې تقرېبا د ٦٠ او ٧٠ ترمنځ ملکېان په دغه پېښه کې وژل شوېدی. او تقرېبا لس دولس وسله وال هم پکی وژ ل شوېدی.

په عېن حآل کې ددغه ولاېت حکومت د پېښی په باب متضاد رپوټونه وړاندی کړېدی.

د ناټو داصولو هدف دادی چې دملکېانو تلفات کم کړی او په ملکی اهدافو باندی بمباری د استخباراتی معلومات دېوې منبع پراساس ونکړی.

XS
SM
MD
LG