د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په لوېدېځه برخه کې اته کسان په ځانمرگي برېد کې ووژل شول


د عراق پولېس واېې چې په لوېدېځه برخه کې اته کسان په ېوه ځانمرگي برېد کې ووژل شول. دموټر بم په دغه برېد کې لږ تر لږه ١٥ کسان زخمی شوېدی.

رپوټ واېې چې دا پېښه د په لوېدېځ ښار رمادی کې وشوه. چارواکې واېې ځانمرگی دپولېسو دېوې پوستی مخی ته ځان په بم والوزاوه. په مړېوکې څلور پولېسان شامل دی.

د رمادی ښار د عراق دالانبار په اېالت کې دی او درپوټونو له مخی دېاغېانو پوخ مورچل گڼل کېږی.

خو په دغه ښار کې مرگ ژوبله له هغه وخت راهېسی کمه شوه چې سنی عربو قبېلو په ٢٠٠٦ مېلادی کا ل کې د امرېکا له عسکرو سره همکاری پېل کړله او اودالقاعده خلاف ېې جگړه وکړله.

د ېکشنبی په ورځ د عراق په شمالی ښار موصل کې په ېولړ حملو کې پنځه کسان ووژل شول. په دې کې ېوه زړه ښځه او د هغی لمسی هم شامل وو.

دا دواړه هغه وخت ووژل شول چې وسله وال دهغوی په کور ورننوتل. نور دری کسان پولېسان وو چې په څو پوستو کې پرې له روان موټر نه ډزی شوی وی.

XS
SM
MD
LG