د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي میدان کې ځانمرګي ۳ تنه ووژل


د افغانستان چارواکی وایی چی یوه ځان وژونکی نن خپل موټر بم دکابل په هوایی میدان کی یوی نظامی اډی ته نیژدی والوزاوه. په دغه چاودنه کی دری کسان ووژل شول او شپږ تنه زخمی شول.

طالبانو ددغه حملی مسوولیت په غاړه اخیستی دی. په دغه پیښه کی د نړیوالو قواو یو عسکر هم زخمی شویدي.

له دغه هوایی میدان نه ملکیان او نظآمیان دواړه کا راخلی. دغه بم چونه د دروازی نه بهر نظآمی خوا ته وشوه. یاغی طالبانو تیره میاشت په هوایی میدان باندی په راکټونو باندی ډزی وکړی. هغه وخت هغوی مرگ ژوبله د جمهوری ریاست له انتخاباتونه مخکی زیاته کړی وه.

په عین حال کی دناټو په مشرۍ نړیوالو قواو بالاخره دا نتیجه اخیستی ده چی د جمعی په ورځ چی په کندز کی کومه بمباری شوی وه په هغی کی ملکیان هم وژل شوی وو. د هغوی دا اټکل دهغوی تحقیقاتو پر بنا شویدی چی په اوله کی یی ددی پیښی په باب کړی وو. یوه جرمن منصبدار ددغی حملی امر ورکړی و او مقصد یی دطالبانو ویشتل وو. خو محلی چارواکی وایی چی په دی بمباری کی ډیر ملکیان هم ووژل شول.

په افغانستان کی دناټود قواو قوماندان جنرال ستانلی مکریستل یوه مدیره هیئت ددی لپاره ټاکلی دی چی ددغی پیښی دقیق اومفصل تحقیقات وکړی. هغه ددی کار لپاره تورن جنرال سی ایس سالیوان ټاکلی دی چی دتحقیق دهیئت مشری وکړی.

دجرمنی صدر اعظمی انگیلا مرکیل د هغو بی گناه خلکو په وژنه باندی خواشینی ښکاره کړیده چی ښایی په دی پیښه کی وژل شوی وی. میرمن مرکیل د جرمنی پارلیمان ته د سه شنبی په ورځ وویل چی ډیر بیگناه خلک په افغانستان کی ووژل شول. د جرمنی ددفاع وزیر فرانز جوزیف جنگ له دغه بریدنه چی د طالبانوخلاف شویدی، دفاع کړیده. هغه وویل چی طآلبانو د تیلو له دغو ټانکونو نه د جرمنی دعسکرو خلاف چی هلته نیژدی پراته دی په مهمه حمله کی کا را اخیستلی شو. په افغانستان کی د بشری حقوقو د څارنی ډله وایی چی په دغه برید کی ٧٠ تنه ملکیان وژل شویدی.

د مرگ ژوبلی په نورو پیښو کی ددوشنبی په ورځ دولس طالبان په هغه نښته کی ووژل شول چی دبغلان په ولایت کی له پولیسو سره پیښه شوه. د بغلان والی محمد بارکزي وویل چی پولیسو ته په دغه نښته کی هیڅ تاوان ندی رسیدلی. هغه وویل خوکله چی پولیس له جگړی نه راستانه شول نود هغوی کاروان په بم ور برابر شو یو پولیس ووژل شو او ١٧ تنه نور زخمی شول.

XS
SM
MD
LG