د لاس رسي وړ اتصالات

د صوبه سرحد په اورکزیو کې ۴ شاگردان وژل شوي


د شمالی پاکستان چارواکی وایی چی داورکزیو په قبیلوی سیمه کی د ښوونځی څلور تنه شاگردان دافراطیانو په ډزو کی نن ووژل شول. یو شمیر محلی چارواکی وایی په شاگردانو باندی ددی لپاره ډزی شویدی چی هغوی د شیعه اقلیت غړی وو.

په ماضی کی سنی افراطیانو دغه اقلیت په نښه کړی و. خو د پاکستان یوتلویزیون وایی چی دا شاگردان ددوه رقیبو ډلو د ډزو ترمنځ راایسار شوی وو.

دغه سیمه د طالبانو د نوی مشر حکیم الله مسود پوخ مور چل گڼل کیږی.

همدارنگه دشه شنبی په ورځ د پاکستان د پوځ امنیتی قواو د سوات په ملکنډ علاقه کی ٣٣ تنه مشکوک افراطیان نیولی دی. پوځ وایی چی امنیتی قواو ٣٠ تنه افراطیان د لټو دعملیاتو په ترڅ کی نیولی دی په داسی حآل کی چی دری تنه نور تسلیم شول.

د پاکستان پوځ داهم وایی چی د د لټون د عملیاتوپه وخت کی په ریما نومی سیمه کی امنیتی قواو د وسلو او مهماتو یوه غټه ذخیره پیدا کړیده.

د دوشنبی په ورځ د پاکستان امنیتی قواو وویل چی دامریکا د مشکوکو توغندیو په ډزو کی چی بی پیلوټه الوتکی کړی و او پاکستان دعاموخلکوپه مخکی پری انتقاد کوی لږتر لږه پنځه کسان وژلی شوی وو. پاکستان وایی دتوغندیو داحملی بی گټی دی او ددوی دخاوری تمامیت او استقلا ل باندی تیری گڼل کیږی.

XS
SM
MD
LG