د لاس رسي وړ اتصالات

هوټلونه د ترهگرئ مهم هدف


د استخباراتو یو خصوصی شرکت وائې، په وروستیو کلونو کې په هوټلونو باندی د ترورستانو حملی زیاتی شویدی. دغه ډله وائې، په سفارتونو او قونسلگریوو کې سخت امنیتی ترتیبات نیول ددی سبب شو چې القاعدی او متحده ډلو ئې خپل پام هغو هدفونو ته واړاوه چې په اسانی سره ورباندی حملی کیدای شي.

د یو دپاسه ددوه زرم کال دسېپمبر دیولسمی نیټی نه دمخه القاعدی نوم پدی ایستلی وچې دیو.ایس.ایس.کول په نامه کشتی او په کینیا او تنزانیا کې دامریکا د سفارتونوپه شان دلویدیځ په پوځ او ډیپلوماتیک هدفونو باندی حملی کوی.

مگر دسټراټ فور په نامه داستخباراتو خصوصی شرکت وائې،دیو دپاسه ددوه زرم کال دسیپټمبر دیولسمی نیټی دحملو نه راپدی خوا چې په نیویارک او واشنگټن کې شوی وی، ټینگ امنیتی ترتیبات نیول شویدی او دغو اقداماتو القاعده او متحدین ئې دی ته راوستل چې دهوټلونو په شان هدفونوباندی حملی وکړی.

دتکتیکی استخباراتو لپاره دسټراټ فور درئیس مرستیال سکاټ سټیورت وايي:

افراطیانو دسختو هدفونو په برخه کې خپل دریځ بدل کړیدی. په داسی حال کې چې په هوائې میدانونو کې سخت امنتی ترتیبات نیول شویدی نو موږ وینو چې له الوتکونه یو ډول پام سفارتونوته واوښت. او کله چې په سفارتونو کې امنیتی ترتیبات ونیول شول نو موږ ولیدل چې بل بدلون په تکتیک کې راغی او هغه دادی چې پام هوټلونو ته واوښت. او ځکه نو واقعآ په ځینوهدفونو کې یو لړ امنیتی ترتیبات نیول شویدی؛ ځکه نو واقعآ دی بیا نورو هدفونو ته دافراطیانو پام را واړاوه .

ښاغلې سټیورټ زیاتوی چې حقیقت دادی چې هوټلونه اوس هدف گرځیدلی دی . دی پدی باره کې یو څه وائې چې څنگه القاعده بدله شوه. ښاغلئ سټیورټ خپلی خبری ته دوام ورکوی او وايي:

موږ واقعآ ولیدل چې القاعده داصلی ډلی نه چې هلته روزل شوی مسلکی ترورستان، دالقاعدی تحریک ته ور اوړی چې هغه بیا سیمه ایزه ډلی لری او هغوی بیا افراطی عملیات کوی. او دغه ډلی بیا داسی مسلکی مهارت نلری لکه دالقاعدی مسلکی غړی ئې چې لری. او ځکه نو دوی هم په نیت کی لری چې په اسانو هدفونوباندی حملی وکړی.

د یو دپاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا دسیپټمبر دیولسمی نیټی دحملونه داتو مخکی کلونو په مقایسه په هوټلونو باندی حملی دوه برابره شویدی. دمثال په ډول تیرکال دپاکستان په پائتخت اسلام اباد، دصوبه سرحد په مرکز پیښور او داندونیزیا په پائتخت جاگارتا کې ځانمرگی بمی چاودنی شوی وی په داسی حال کې چې وسله والو کسانو دهند په مومبائې کې په دوعصری هوټلونوباندی حملی کړی وی.

دسټراټ فور درئیس مرستیال سکاټ سټیورټ وائې، دافراطیانو دزړه پوری هدف هوټلونه دی چې هوټلونو ته زیات دلویدیځو ملکونو اتباع اودهیواد سیاسی او نظامی نخبه گان ورځی. ښاغلئ سټیورټ وايي:

دغه ډول بین المللی هوټل په دغه هیواد کې دشتمنو خلکو ټونیز مرکزدی مگر دخارجېانو لپاره هم چې که دا خارجی سوداگر دی ، که دا خارجی ډیپلوماتان دی، که داستخباراتو دچارو ماموران دی او یا حتئ مطبوعاتچیان او خبریالان دی چې دا ټول په دارنگه کې هوټل کی راټولیږی. ځکه نو دا د حملی لپاره یومناسب ځای دی : که یو څوک غواړی چې غربیان ووژنی او که څوک غواړی چې ددغو حملو لپاره دمطبوعاتو پام را واړوی.

سټیورټ خبرداری ورکوی چې په هوټلونوکې په بشپړتوگه امنیت نشی ټینگیدای:

دلته باید یوډول توازن وی. زما مطلب دادی چې دوی کوښښ کوی چې ښه وظیفه سرته ورسوی . مگر دوی په ډیر مشکل موقف کې واقع دی ځکه چې دوی هوټل نشی بندولای. تاسی خلکو ته ضرورت لری چې راشی او ستاسی په هوټل کې اووسیږی، ستاسی په رسټورانټ کې ډوډۍ وخوری، په دکانونو کې مو سودا وکړی او تاسی له دی ټولونه پیسی لاس ته راوړی ځکه چې دا یوتجارتی تشبث دی . او ځکه نو دا دسفارت له چاپیریال نه ډیر مشکل دی چې بشپړ امنیت پکی ټینگ شی.

دسټراټ فور رپوټ وائې، حتئ دترورستانو دگواښ سره سره ځینی هوټلونه زړه نازړه دی چې د امنیت د ټینگولو اقدامات وکړی چې له یوی خوا نه ډیرلگښت غواړی او بلی خوا نه ویریږی چې داسی اقدامات ونکړی چې په هغی سره خپل میلمانه له ځان نه توری کړی . مگر رپوټ زیاتوی چې کیدای شی دترورستی حملو قربانیان په په هوټل باندی دعوه وکړی نو پدی سره هوټل مجبوریږی چې خپل مقررات بدل کړی.

XS
SM
MD
LG