د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د نړیوال کپ لوبو ته ورسید


د افغانستان د کرکټ د نولسو کالو نه د کم عمر لوبغاړو د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د امریکا په شمول د څلورو ټیمونو نه د مسابقو په گټلو سره ځان د ٢٠١٠م کال د نړیوال کپ لوبو ته رسولی دی.

دغه لوبې به په نوي زیلنډ کې کیږي.

د افغانستان ټیم د سه شنبی په ورځ د یوگانډا ټیم ته په ماتی ورکولو سره په جهانی مسابقو کی خپل ځایی تثبیت کړ.

د افغانستان د نولسو کالو نه د کم عمر لوبغاړو چی مشری یی شیر شیرزی کوچ یا روزنکی یی دولت ځاځی او منیجر یی نوید صایم کاکړ دی.

دوی کاناډا ته د افغانستان د کرکټ د بورډ د ریس سید شاه امینزی سره راغلی او د دی سره سره چی دوی ته د کاناډا ویزی د مسابقو نه فقط یوه ورځ مخکې ورکړل شوي وې او خپله لومړئ مسابقه یی هم د ایر لینډ نه بایللې وه.

خو حوصله یی ونه بایلیده اوپرله پسی څلور مسابقو کی یی هانگ کانگ، ونیټو، امریکا او یوگانډا ته ماتی ورکړه او ځان یی په لومړیو هغو پینځو ټیمونو کی ځای کړ چې په کال ٢٠١٠ کی په نوي زیلنډ کېبه د نړئ د کرکټ د نورو معتبرو ټیمونو لکه د انگلستان استریلیاهند او پاکستان سره مسابقو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG